د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د سکرېپال تورن له استخباراتو سره تړاو لري'


بریتانیا: د لندن په سالیبري ټرېن تمځي کې د مشکوکه روسیو الېکسانډر پېترو او روزلان بوشیرو د سي سي ټي وي تصویرونه اخیستل شوي. ۳ مارچ ۲۰۱۸
بریتانیا: د لندن په سالیبري ټرېن تمځي کې د مشکوکه روسیو الېکسانډر پېترو او روزلان بوشیرو د سي سي ټي وي تصویرونه اخیستل شوي. ۳ مارچ ۲۰۱۸

د بېلېنګ کیټ په نوم یوه خپلواکه څېړنیز سازمان دعوه کړې ده چې پخواني روسي جاسوس سېرګې سکرېپال ته د زهرو ورکولو په پېښه کې د دوو مشکوکو کسانو، له روسي پوځي استخباراتي ادارې سره د تړاو په اړه نور معلومات لري.

دې سازمان په پنجشنبه وویل، له روسۍ انسایډر ووبپاڼې سره ګډې پلټنې دا ((تاییدولای شي)) چې دواړه مشکوکه کسان - روسلان بشیروف او الېکساندر پېتروف - له روسۍ پوځي استخباراتي ادارې سره تړاو لري.

بېلېنګ کیټ دا دعوه د ((بې طرفه معلوماتو او له هغو پټو روسیو سرچینو سره د خبرو پر اساس)) کوي چې په وینا یې ((په دوو کسانو کې د یوه له هویته خبر دي.))

د سېپټېمبر پر ۱۴مه څېړنیز سازمان ویلي ول چې هغه روسي اسناد یې لیدلي چې ښيي چې تر ۲۰۰۹ز کال مخکې د روسیې د اوسېدونکو په ډېټابېس کې د دواړو کسانو رېکارډ نه شته. بېلېنګ کیټ ویلي ول، د دې دا معنا ده چې هغوی ښايي د حکومتي جاسوسانو په توګه کار کاوه. سازمان په خپل تازه رپورټ کې ویلي دي چې انسایډر ووبپاڼې یو شمېر اروپايي او اسیايي هېوادونو ته د پېتروف او بشیروف د سفرونو په اړه معلومات تر لاسه کړي دي. مسکو د دې رپورټ په اړه لا څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG