د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د شمالي کوریا نوې ژمنه وستایله


د امریکا ولسمشر د شمالي کوریا د مشر د نویو ژمنو ستاینه وکړه.

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د چارشنبې په ورځ د جنوبي کوریا له ولسمشر مون جه اېن سره وکتل.

په دې لیدنه کتنه کې د شمالي کوریا مشر ژمنه وکړه چې په لنډ راتلونکي کې به جنوبي کوریا ته سفر وکړي او په خپل هېواد کې به د توغندیو د ازموینې یو مرکز د نړیوالو څارونکو مخې ته بند کړي.

ډونالد ټرمپ د دواړو کوریانو د مشرانو تر غونډې وروسته په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل:

"موږ له شمالي کوریا او جنوبي کوریا ډېر ښه خبر لرو. دوی سره وکتل او موږ ښې خبرې لرلې دي. ما له کېم جونګ اون څخه ډېر ښه لیک ترلاسه کړی، تاسو پوهېږئ چې درې ورځې مخکې راورسېد، موږ د شمالي کوریا په ارتباط ډېر ښه پرمختګ کړی."

سږ کال تر اوسه د شمالي او جنوبي کوریا مشرانو درې ځله سره غونډې کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG