د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر چینايي توکیو د امریکا نوې چونګۍ به څه پایلې ولري؟


سپينې ماڼۍ اعلان کړی چې له چين سره تجارتي جنګ کې مخکې ځي او په چينايې درامداتو لس فيصده نوره چونګۍ (ټېریف) لګوي. له دې سره به په امريکا کې دننه د چينايې سامانونو نرخونه زيات اواخیستونکي به يې کم شي. بلخوا په سېشنبه ناوخته د چين ماليې وزارت هم د دې پخلی وکړ چې دوی به هم په درامداتو نوې چونګۍ لګوي.

اوس کاته دې ته دي چې امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دې څه ځواب وايي ځکه چې نوموړي ژمنه کړې چې د چين د ۲۶۷ اربه ډالرو ارزښت لرونکیو تجارتي سامانونو به سمدستي چونګۍ لګوي.

د امريکا لخوا پورته کړل شوي ټول ګامونه کېدای شي د چين د ۵۰۰ اربه ډالرو تجارتي سامانونه متاثره کړي. البته ځينې هغه امريکايي کروندګر هم متاثره کېدای شي چې خپل شيان پر چين خرڅوي.

ياده دې وي چې د امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ انتظامیې د ستمبر په ۱۷ مه اعلان وکړ چې واشنګټن به له ۲۴ م ستمبره د چين د ۲۰۰ اربه ډالرو په تجارتي سامانونو چونګۍ لګول پېل کړي.

دا چونګۍ (ټېریف) به لومړی لس فيصده وي اوبيا به په ۲۰۱۹ م کال کې ۲۵ فيصده ته ورسيږي.

په کومو مخصوصو چينايې سامانونو چې به چونګۍ لګول کيږي نو په هغوی کې غالۍ، سايکلونه، رختونه او ګڼ نور توکي شامل دي. مخکې دا پلان وو چې د سايکلونو پر هلمټو او د ماشومانو پر توکیو چونګۍ لګول کيږي.

البته په دې کې په هغو يوشمير الېکټرانکي توکیو چونګۍ لګولو خبره نه ده شوې چې زياتره يې تکيه په چين کيږي. لکه د امريکايي اېپل کمپنۍ ځينې شيان چې په چين کې تيارېږي.

دا لومړی وار نه دی چې امريکا د چين پر ځینو ځانګړیو توکیو چونکۍ لګوي.

په جون مياشت کې هم امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چين په ۵۰ اربه ډالره ارزښت لرونکیو درامداتو د ۲۵ فيصده چونګۍ لګولو اعلان کړی وو. په دغو چينايي درامداتو کې د ګاډیو په ګډون ۸۰۰ مهم توکي شامل وو.

امريکا د چين په درامداتو دا نوې چونګۍ ځکه لګوي چې له ډېر وخت راهيسې واشنګټن ګيله کوي چې چين په ناجايزه توګه خپل تجارت ته دوام ورکړی.

امريکايي چارواکي د چين د ۲۰۲۵ پرمختيايي پلان ته په اشاره وايي چې چين غواړي د انفارمېشن ټېکنالوجۍ، روباټونو، خلايې سامانونو، بجلۍ ګاډیو او نورو يوشمېر څانګو کې خپلځان ته قوي ځای جوړ کړي. خو د نورو هېوادونو کمپنايانې بيا ګيله کوي چې چين په دې هڅه کې دې چې بهرنۍ کمپانيانې په چين کې قوي کېدو ته پرېنږدي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG