د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا سږ کال لږ شمېر کډوال مني

امریکا پر کډوالو محدودیتونه لګولي.
امریکا پر کډوالو محدودیتونه لګولي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ انتظامیه د سږ کال لپاره په دغه هېواد کې د کډوالو منلو شمېر تر ۳۰ زرو راکمولو وړاندیر کړی دی.

دا اعلان د سېپټمبر پر ۱۷مه د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د دې باوجو وکړ چې د بشري حقونو ډلو له وړاندې تر ۲۰۱۸ کال د امریکا کډوالو شمېره چې ۴۵ زره وه کمه ګرځولې ده.

د ولسمشر ټرمپ انتظامیې په بیا بیا دغه هېواد ته د کډوالو د ورتګ خلاف خبرې کړي دي چې له دغې سره امریکا ته د کډالو په ورتګ کې کمی راغلی دی.

دا نوې شمېره به د سږ کال د اکتوبر میاشتې د لومړی نېتې عملي شي.

د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په دغه بیان کې دا هم ویلي چې د دوی د انتظامیې د کډوالو دا پالیسي د امریکا قامي ګټو او په دې خاطر شوې ده چې په نړۍ کې په دې اړه د ضرورت مندو خلکو مرسته وکړای شي.

د دې په مقابل کې د پخواني ولسمشر بارک اوباما د حکومت په اخري کال کې امریکا په دغه هېواد کې ۸۵ زره کډوالو ته اجازت ورکړی وو.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG