د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ د نواز شریف مقدمې ځنډولو لپاره د نېب غوښتنه رد کړه

د پاکستان پخوانی وزیر اعظم نواز شری او د هغه لور مریم نواز
د پاکستان پخوانی وزیر اعظم نواز شری او د هغه لور مریم نواز

د پاکستان سپريم کورټ د احتساب قامي ادارې نېب هغه درخواست رد کړی چې اسلام اباد های کورټ د پخواني وزيراعظم نواز شريف، د هغه د لور او زوم پرضد د ايون فیلډ مقدمې ځنډولو په اړه د هغوی اپیل نه شي اورېدلای.

اسلام اباد های کورټ د سېپټېمبر پر لسمه د نواز شريف، د هغه لور مریم نواز او زوم کېپټن صفدر د درخواست اورېدلو فیصله کړې وه.

نن په اسلام اباد کې د چيف جسټس ثاقب نثار په مشرۍ کې د درې ججانو بنچ د نېب درخواست رد کړ او ویې ویل چې نېب د عدالت په وينا غير سنجيده درخواست ورکړی نو ځکه يې شل زره روپۍ جرمانه کوي.

جسټس ثاقب نثار وويل، دا د عدالت خوښه ده چې کومه مقدمه څه وخت اوروي.

نوازشريف، د هغه لور مريم نواز او زوم کېپټن صفدر ته احتساب عدالت د جولايي پر شپږمه نېټه د اېون فيلډ په مقدمه کې د بند سزاګانې اورلې وې خو دوی په اسلام اباد های کورټ کې د دې سزاګانو د معطلولو لپاره درخواست جمع کړی وو.

XS
SM
MD
LG