د لاسرسي ځای

تازه خبر

قریشي: افغان ولسمشر پاکستان ته د تګ بلنه منلې ده


شاه محمود قريشي
شاه محمود قريشي

د پاکستان بهرنيوو چارو وزير پرون ناوخته له کابله اسلام اباد ته ستنېدو پر مهال خبريالانو ته وويل چې افغان چارواکو سره يې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې لپاره شوې خبرې ګټورې وي.

د پاکستان سرکاري ريډيو د شاه محمود قريشي له خولې زياته کړې چې د ستمبر په پنځلسمه يې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايه رييس ډاکټر عبدالله ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړې او هغوی ورسره منلې چې راتلونکې مياشت به اسلام اباد ته ورشي.

د شاه محمود قريشي ګوند، تحريک انصاف پاکستاني ټيليويژن چېنلونو سره د نوموړي دا خبرې پر ټويټر خپرې کړې دي.

ما په کابل کې د پاکستان سره د مثبتو اړيکو پراخولو تاثر وليد
قریشي

هغه د کابل د دورې په اړه وويل چې کوښښ کوي په سيمه کې د مثبت امن لپاره کار تېز کړي: ((ما وليدل چې افغان چارواکو د عمران خان په نوي منتخب حکومت د باور کولو اظهار وکړ. افغان چارواکي ډاډه ښکارېدل چې په پاکستان کې چې څومره ادارې دي، هغوی ټولې همنظره دي.))

څيړونکي د پاکستان په اړه وايي چې بهرنۍ پاليسي يې د ملکي حکومت نه بلکې د پوځ په لاس کې ده. افغان او امريکايي چارواکي د پاکستان پوځي استخباراتي ادارې د طالبانو سره په همکارۍ تورنوي خو هغوی یې نه مني.

د پاکستان نوی حکومت او نوې هيلې

په تېر اګست مېاشت کې د عمران خان حکومت تر پېلېدو وروسته، دا کوم هېواد ته د پاکستان د بهرنيوو چارو د وزير لومړی سفر وو. کابل ته د دغه سفر په اړه د افغانستان بهرنيوو چارو وزارت وياند، صبغت الله احمدي ایسو شيټيډ پريس خبري اژانس ته ويلي چې د قريشي له ورتګه د اسلام اباد او کابل تر منخ د اړيکو د نوي باب د پرانيستې تمه لري.

د يادونې ده چې افغان او امريکايي چارواکي وايي پاکستان کولی شي پر طالبانو د خپل اغېز په کارولو سره هغوی د سولې خبرو ته حاضر کړي. اسلام اباد ويلي چې دوی به په دې لار کې خپل وس کوي. بلخوا طالبان دريځ لري چې تر څو له افغانستانه د بهرنيوو ځواکونو د وتلو مهالویش نه وي اعلان شوې، تر هغې به روغه جوړه ونه کړي.

په همدې حال کې د پاکستان سرکاري راډيو خپاره کړې خبر تر مخه کابل ته د شاه محمود قريشي د ستمبر د پنځلسمې د سفر پر مهال پرېکړه شوې چې د تجارت زياتولو لپاره به د افغان سوداګرو يو پلاوی راتلونکې مياشت اسلام اباد ته ځي.

دا هم ولولئ: شاه محمود قريشي افغان ولسمشر سره وکتل

XS
SM
MD
LG