د لاسرسي ځای

تازه خبر

شاه محمود قرېشي له افغان ولسمشر اشرف غني سره ولیدل


د غونډې عکس
د غونډې عکس

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د سپټمبر پر ۱۵مه په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني ، اجراييه ریس عبدالله عبدالله او خپل افغان سيال صلاح الدین رباني سره لیده کاته کړي دي.

د دې تر څنګ د پاکستان پلاوي له افغان پلاي سره ملاقات کړی او پر دوه اخيزه اړيکو، تجارت او نورو امنيتي چارو یې خبرې کړې دي.

دا په پاکستان کې د تحريک انصاف د حکومت تر رامنځ ته کېدو وروسته د يو لوړ پوړي حکومتي چارواکي لومړی بهرنی سفر دی.

د پاکستان سرکاري راډيو خبر ورکړی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي د افغانستان په ولسمشریزه ماڼۍ – ارګ – کې لومړی له خپل افغان سيال صلاح الدين رباني سره وليدل او بیا یې له افغان ولسمشر اشرف غني سره ملاقات وکړ.

د افغان ولسمشر دفتر وايي چې په دغه کتنه کې د امنیت، په سیمه کې د سولې او ثبات، د ترهګرۍ ضد ګډې مبارزې، د افغانستان او پاکستان د عمل پلان په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وکړ.

یاد دفتر زیاتوي چې په دې کتنه کې د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د پرمختګ او د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې له پروسې سره د پاکستان د ملاتړ په اړه د بحث ترڅنګ، د هغه پر هراړخیز پلي کيدو ټینګار وشو.

د پاکستان رسنۍ وايي پلاوو هم پر ټولو موضوعاتو ډير په مثبت ډول خبري کړې دي چې پکې دواړه اخيزه تجارت، په افغانستان کې امن راوستلو کې د پاکستان کردار، د پولې نظم او په جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ بندولو موضوعاتو ترڅنګ پر یو شمېر نورو چارو هم خبرې شوې دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير په داسي مهال په کابل کې له چارواکو سره خبري کړي چې افغان حکومت په هېواد کې ورستيو خونړيو پېښو تر شا پاکستان بللي او له نوي حکومت يې غوښتنه کړې چې په افغانستان کې له لاس وهنې ډډه وکړي. خو پاکستان دا تور په وار وار رد کړي.

که څه هم د پاکستان بهرنيو چارو وزير په ملاقاتو کې له افغانستان سره د ښو اړيکو خبره کړي خو د سيمه ايزو چارو پوهانو په خبره دا سفر به ډير ګټه ور نه وي.

په اسلام اباد کې پخواني سفر اياز وزير وايي د بهرنيو چارو وزير به د اړيکو پرځاي ساتلو ژمنه کوي.

پخواني سفارتکار زياته کړه چې د عمران خان د حکومت لپاره به ګرانه وی چې د څلوښتو کاله شخړې داسې په اسانه هوارې کړي.

خو د پاکستان وزيراعظم عمران خان په ټاکنو کې تر کاميابي وروسته د جولايي پر ۲۷مه په خپله لومړۍ وينا کې د افغانستان په اړه ويلي و چې افغانان سوله غواړي، پاکستان په هغه هېواد کې امن غواړي او د دوي حکومتبه پوره کوشش کوي چې په هغه هېواد کې امن راولي.

XS
SM
MD
LG