د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي کابل ته تللی دی


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي له افغان مشرتابه سره د خبرو اترو لپاره په یو ورځني سفر کابل ته تللی دی.

دا په پاکستان کې د تحريک انصاف د حکومتتر رامنځ ته کېدو وروسته د يو لوړ پوړي حکومتي چارواکي لومړی بهرنی سفر دی.

شاه محمود قرېشي د بهرنيو چارو وزارت څوکۍ ترلاسه کولو وروسته په لومړۍ خبري غونډه کې ويلي و چې لومړی سفر به د کابل کوي.

نوموړی به د دې سفر پر مهال د پاکستان او افغانستان ترمنځ نزدې همکاري او په سيمه کې امن او ثبات پر ارزښت له افغان چارواکو سره خبري کوي.

شاه محمود قرېشي به د افغان ولسمشر اشرف غني او اجراييه ريس ډاکټر عبدالله الله په ګډون له ځینو نورو لوړ پورو چارواکو سره هم لیده کاته کوي.

د پاکستان سرکاري راډيو د بهرنيو چارو وزارت په حواله ويلي دي چې په کابل کې بریالۍ خبرې اترې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ښه کولو په لړ کې لوی پرمختګ وي.

شاه محمود قرېشي په داسې حال کې افغانستان ته تللی چې افغان حکومت په هېواد کې د دې ورستيو خونړيو پېښو تر شا پاکستان بللی او له نوي حکومت څخه يې غوښتنه کړې چې په افغانستان کې له لاس وهنې ډډه وکړي. خو پاکستان دا تور په وار وار رد کړي.

بلخوا د افغان حکومت مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي مشال راډيو ته ويلي چې پاکستان بايد د هغو وعدو پوره کول عملي کړي چې د افغانستان په اړه يې کړي وي.

که څه هم د پاکستان د بهرنيو چارو وزير په خپلو څرګندونو کې له افغانستان سره د ښو اړيکو خبره کړي خو د سيمه یيزو چارو پوهان وايي چې دا سفر به ډير ګټه ور نه وي.

د پاکستان پخوانی ډپلوماټ او د سیاسي چارو شنونکی ایاز وزیر وايي ، ده ښکاري چې شاه محمود قرېشي افغان لوري ته د ډاډ ورکولو لپاره ځي.

ایاز وزیر وویل ، “ نوي څه راته پکې نه ښکاري خو دومره به وي چې شاه محمود قرېشي به افغان ولسمشر اشرف غني او نورو چارواکو ته ډاډ ورکوي چې تر څو دوي په واک کې وي نو له افغانستان سره به اړېکې ښې کوي.”

خو د ایاز وزیر په وینا د عمران خان په مشرۍ کې د تحریک انصاف حکومت ته به دا اسانه نه وي چې له افغانستان سره د شاوخوا څلوېښتو کالو شخړې هوارې کړي.

ایاز وزیر وویل، “ لومړی خبره دا ده چې د دواړو غاړو نیت ښه وي او بله دا ده چې د پاکستان او افغانستان د اړیکو پر ښه لور روانول دي ، چې یو ځل داسې وشي نو بیا وروسته پکې مشکل نشته.”

د یادونې وړ ده چې پاکستاني وزیراعظم عمران خان د انتخاباتو تر ګټلو وروسته په لومړۍ وینا کې ویلي وو چې له افغانستان سره به اړېکې ښې کوي.

خو د سیاسي چارو پوهان وايي ، په شاوخوا شپږو میاشتو کې به مالومه شي چې عمران خان د پاکستان په تګلارو کې تر کومه حده بدلون راولي او یا یې راوستلای شي.

XS
SM
MD
LG