د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کلثوم نواز د جنازې لمونځ وشو


د پاکستان مسلم لیګ ن پخواني وزیراعظم نواز شریف د مېرمنې کلثوم نواز د جنازې لمونځ د لاهور په جاتي عمرا کې ادا کړل شو او په خپله پلرنۍ هدیره کې خاور ته سپارل کېږي.

هغه په دوشنبه د لندن په یوه شخصي روغتون کې د مرۍ (غاړې) له کېنسره مړه شوه او له تېر یوه کال راهیسې په روغتون کې بستر وه.

د کلثوم نواز مړی لاهور ته د لېږدولو لپاره د هغې لور او د مسلم لیګ ن مشر شهباز شریف لندن ته تللی وو.

پخوانی وزیراعظم نوازشریف د هغه لور مریم نواز او زوم کېپټن صفدر د پنځو ورځو لپاره په ضمانت پرېښي دي چې د کلثوم نواز په وروستیو مراسمو او په فاتحه کې ګډون وکړي.

د اطلاعاتو پخوانۍ وزیرې او د مسلم لیګ غړې مریم اورنګزېب رسنیو ته ویلي چې پخوانی وزیراعظم نوازشریف به نن له څلورو تر شپږو بجو پورې د دعا لپاره له ورغلیو خلکو سره ویني.

د چارشنبې په شپه د کلثوم نواز وروستیو مراسمو کې ګډون لپاره نوازشریف، لور او زوم یې حکومت د دولسو ګنټو لپاره په ضمانت پرېښي ول.

د پاکستان قانون بندییانو ته اجازه ورکوي چې د نزدې خپلوانو په جنازو کې ګډون وکړي.

په لندن کې له مطبوعاتو سره په خبرو کې د نواز شریف زوی حسېن نواز وویل چې له خپلې مور یې ډېرې زده کړې کړې او هغه یې نه یواځې مور بلکې ملګرې هم وه.

د نواز شریف دواړه زامن د خپلې مور په ورستیو مراسمو کې د ګډون لپاره پاکستان ته نه ولاړ ځکه چې د هغوی نومونه اي سي اېل ته اچول شوې او که ورغلل نو و به نیول شي.

XS
SM
MD
LG