د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، په چارشنبه په د کابل کې له دوو پرله پسې ځانوژنکیو بریدونو ۲۶ تنه وژل شوي او ۹۱ نور ژووبل دي.
د دغه وزارت له مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته ویلي چې په وژل شویو کسانو کې دوه د طلوع ټي وي خبریالان هم دي.
نوموړی وايي د یک ټي وي، خورشید ټي وي او میوند ټي وي پنځه تنه خبریالان هم په ژوبلو کسانو کې شامل دي.
تردې وړاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ځېنې سرچینې ويلي ول چې د یو ځینو ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی او ممکن ده مرګ ژوبله زياته شي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د پرون مازيګر د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل:
((حمله کوونکي ورزشي کلب ته دننه شو او په ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي يې وچول، له کلبه بهر یوه موټر بمب هم چاودلی چې د دوو خبریالانو په ګډون یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته))
بلخوا په کابل کې د طلوع ټلوېزیون مسوولینو تصديق کړې چې یو خبریال او یو فلم اخېستونکی یې په دوهمې چاودنه کې وژل شوي دي.
دوی د دې دوو خبریالانو نومونه صمیم فرامرز او رامز احمدي یاد کړي.
په همدې حال کې په افغانستان کې له ازادو رسنیو سره د ملاتړ اداره یا «نی» هم ویلي چې پهدې پېښه کې د طلوع ټلوېزیون د خبریالانو سربېره درې خبریالان، د خورشید ټلوېزیون او یو د یک ټلویزون خبریالان ټپیان شوي دي.
حمله د دشت برچي په سیمه کې د میوند په نوم د پهلواني کلب دننه شوې.
بريد داسې وخت وشو چې د دې کلب غړو ترمنځ سیالي وه او لسګونه نندارچیان هم ورته راټول شوي وو.
دوهمه چاودنه هغه وخت رامنځته شوه چې خبریالان د لومړی چاودنې خبري پوښښ ته ورغلي وو.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه بیان کې پر ولسي وګړيو او د رسنیو پر کارکوونکو دا بریدونه د بیان د ازادۍ خلاف او د بشریت ضد جنایت بللې دي.