د انصاف نړيوال عدالت ويلي چې خپل کار به بې له ويرې د خپلو اصولونو او د قانون له حاکميت سره سم پرمخ وړي. هالېنډ ميشتي دغه عدالت نن [شېشنبه] د امريکا د ملي امنيت سلاکار په غبرګون کې بيان خپور کړی چې زياتوي دا يوه خپلواکه او بې طرفه اداره ده چې د ۱۲۳ هېوادونو ملاتړ ور ته تر لاسه دی.
جان بولټن د انصاف نړيوال عدالت چارواکو ته ګواښ کړی و چې که چېرې دوی په افغانستان کې د امريکايي عسکرو د مبينه انصاف پلټنه وکړي نو بنديزونه به پر ولګوي.
بولټن په دوشنبه په خپلو څرګندونو کې دا عدالت د امريکا، اسراييلو او نورو ايتلافيانو لپاره غېرمسول او بشپړ خطرناکه وباله. نوموړي په واشنګټن کې محافظه کاره فيډرالي ټولنې ته په وينا کې وويل چې دا عدالت له هر پلوه د امريکا لپاره مړ دی.
د بولټن په وینا د دې عدالت له خوا په افغانستان کې پر امریکايي ځواکونو او استخباراتي کارکوونکو د جنګي جرمونو د تورونو په اړه هر ډول څېړنې به له هره پلوه بېبنسټه او د انصاف وړ نه وي.
نوموړي خبرداری ورکړکه د جرمونو نړیوال عدالت په امریکا، اسرايیلو او یا نورو ايتلافيانو پسې ورشي، دوی به ارام پاته نه شي. د بولټن په وینا که دا عدالت د امريکايانو پرضد پلټنې وکړي نو واشنګټن چمتو دی چې د عدالت پر قاضيانو او څارنوالانو مالي بندېزونه ولګوي او له جنايي تورونو سره يې مخامخ کړي.