د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ۱۱م سېپټمبر ۱۷م تلین


نن په نیويارک او واشنګټن ډي سي کې د ۲۰۰۱میلادي کال د سېپټمبر د يوولسمې د حملو اوولسم تلین لمانځل کېږي.

امریکايان په دې مناسبت په نيويارک کې د ورلډ ټرېډ سېنټر پر ځای او په واشنګټن ډي سي کې په پنټاګون کې د حملې د ورځې په ياد مراسم جوړوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه مېرمن ميلانيا ټرمپ به پنسولوانیا ايالت ته هم سفر وکړي چيرته چې څلورمه الوتکه تر هغه وروسته غورځېدلې وه چې مسافرو له برمته ګرو د الوتکې کنټرول اخیستو هڅې کولې.

د سېپټمبر پر یوولسمه نېټه شاوخوا درې زره کسان وژل شوي ول.

ډېری یې هغه مهال ووژل شول چې د سوداګرۍ نړیوال سنټر غبرګې ودانۍ ونړيدلې.

په همدې حال کې اته دېرش زره کسان د سږیو او نورو ناروغيو اخته شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG