د لاسرسي ځای

تازه خبر

اردغان: پر ادلېب حملې بحران رامنځ ته کوي


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د سېپټمبر پر ۱۱مه په خپره کړې یوه مقاله کې خبرداری ورکړی چې که د یاغیانو په ولقه کې د ادلېب ښار په لور د شام د حکومتي ځواکونو حملې پیل شي نو بشري بحران رامنځ ته کولی شي.

دا په داسې حال کې ده چې روسي او شامي جنګي الوتکو په یاده سیمه کې د بمبارۍ لړۍ پیل کړې ده چې دا د دوی لخوا د یو لوی برید د تیارۍ له هڅو څخه ده.

په والسټریټ ژورنال کې خپره شوې یوه مقاله کې اردغان ویلي، نړیواله ورورولي دې د ادلېب د پېښو مخنیوی وکړي کنه نو بیا به ټوله نړۍ مجبوره وي چې دا تاوان وګالي.

په داسې حال کې چې روسیه په ختیځه مدیتراني کې خپل پوځي حضور پیاوړی کوي، د ترکیې ولسمشر تېره اوونۍ په تهران کې د خپل روسي او ایراني هم منصب سره کتلي وو.

مسکو او تهران د شام په جګړه کې له بشارالاسد سره قوي ملاتړ کوي.

د یاد هیواد په تېره اووه نیم کلنه جګړه کې څلور لکه زیات خلک وژل شوي او میلیونونه نور بې کوره شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG