د لاسرسي ځای

تازه خبر

فرانس: د چړې په ګوزارونو اووه تنه ژوبل


د فرانسې پوليس وايي، يو تن چې ښايي د افغانستان یو وګړی به وي، تر هغه وروسته ونيول شو چې په پاريس کې يې اووه تنه د چړې په ګوزارونو ټپيان کړل.

پوليس چارواکي د حملې خبر تاييدوي، خو د مشکوک سړي په اړه يې معلومات نه دي وړاندې کړي.

دوى وايي، ګومان نه کوي چې دغه برید دې له ترهګرۍ سره تړاو ولري.

ځينو سرچينو رسنيو ته ويلي چې دغه حمله بېګا شپه يوې سينما ته نېږدې شوې وه.

د سرچينو په حواله، په ټپيانو کې څلور سخت ژوبل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG