د لاسرسي ځای

تازه خبر

د یوه جرمن د مرګ په تور دوه افغانان ګرفتار

د جرمني پولیسوپه کوتین ښار کې د یو جرمن کس د مرګ په تور دوه افغانان نیولي دي.

پولیسو ویلي، ۲۲ کلن جرمن د سېپټمبر په نهمه نېټه له دوو افغانانو سره په مبینه توګه د جګړې کولو وروسته د زړه حملې له وجې مړ شوی دی.

د جرمني پولیسو او څارنوالانو ویلي چې د پېښې کره وجوهات له تراوسه جوت نه دي خو د هراړخیزې پلټنې دوام لري.

دا جرمن په داسې وخت کې وژل شوی چې په اګست کې په شیمنیتز کې هم یو ۳۵ کلن جرمن د چړو په ګوزارونو وژل شوی وو.په هغه تور د شام او عراق وګړي نیول شوي ول او وروسته بیا د هغې پېښې خلاف د کډوالو ضد سیاستوالانو او پلویانو مظاهرې هم وکړې.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG