د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سويډن کې عام انتخابات کېږي


پراګ - په سويډن کې د سېپېټمبر پر نهمه خلک په پارلېماني انتخاباتو کې خپلې رایې کاروي.

داسې ښکاري چې په دغو انتخاباتو کې به د کډوالۍ ضد ګوند په‌کې زياتې څوکۍ وګټي.

د سويډن په انتخاباتو کې د رايې اچونې لپاره انتخاباتي مرکزونه د يکشنبې پر سهار پرانیستل شول.

تر هغې وروسته چې حکومت په ٢٠١٥ز کال کې يو لاک او ٦٣ زره پناه غوښتونکو ته چې عمدتاً د افغانستان او سوريې وو، په دغه هېواد کې د استوګنې د زمينې برابرولو پرېکړه وکړه، دا په سويډن کې د پارلېمان لپاره لومړني انتخابات دي.

سويډن چې سکینډېنیویايي هېواد دى شاوخوا ۱۰ میليونه وګړي پکې ژوند کوي.

نظرپوښتنې ښيي، د سويډن ډموکراتان چې سختدریځه ښي اړخي او د پناه غوښتونکو مخالف حزب دى، ښايي د ٢٠ فيصده رأيو په ګټلو سره په پارلېمان کې په دویم لوى ګوند بدل شي.

په نظرپوښتنو کې ويل شوي چې د سويډن د وزیر اعظم سټيفن لوفين واکمن ګوند سوشل ډېموکراټ به له ٢٠ تر ٢٥ فيصدو پورې رایې وګټي چې په څه باندې يوه پېړۍ کې به د دغه ګوند لپاره تر ټولو خراب نتايج وي.

دغه ګوند له دویمې نړيوالې جګړې وروسته له ١٧ کلونو پرته نور په ټوله موده کې پر سويډن واکمني چلولې ده.

خو داسې نه‌ ښکاري چې په خپلواک ډول د حکومت د تشکيل لپاره دې کوم ګوند په پارلمان کې ١٧٥ څوکۍ چې اکثريت ګڼل کېږي، وګټي.

د سويډن د ډموکراتانو ګوند چې په ١٩٨٨ میلادي کال کې تأسيس شوى، که څه هم د نيو نازي افراطي غورځنګ او سپين پوستو ملتپالو سياستوالو ته نږدې پاتې شوى، خو په عام محضر کې يې هڅه کړې چې ځان له خپلې سابقې بېل کړي.

دغه ګوند ادعا کوي چې د سويډن هوساينه او کلتور د هغو څلور لکه پناه غوښتونکو له کبله چې له ٢٠١٢ میلادي کال راهيسې دغه هېواد ته ورغلي، تر ګواښ لاندې دى.

د سېپټېمبر اتمې شپې مهال د سویډن وزیراعظم لوفين هغه څه چې ده "کرکه پاروونکي ځواکونه" وبلل، وغندل او له رایې ورکوونکو يې غوښتنه وکړه چې د رأی ورکولو پر مهال له دقته کار واخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG