د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: سیف الله سایپوف ته دې د مرګ سزا نه ورکول کېږي


پر سیف الله سایپوف.
پر سیف الله سایپوف.

په نیویارک کې په لارۍ د اتو کسانو په وژنه د تورن ازبک نسله امریکايي وګړي وکیلانو له یوه قاضي څخه غوښتنه کړې ده چې هغه ته دې د مرګ سزا نه اوروي ځکه چې پرضد یې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ بیانونو منصفانه قانوني بهیر ناممکن کړی دی.

پر سیف الله سایپوف تور دی چې تېر کال په اکتوبر کې یې په نیویارک ښار کې پر پلي روانو خلکو لارۍ خېژولې وه چې وروسته پولیسو وویشت او ویې نیوه.

ولسمشر ټرمپ د نومبر پر لومړۍ پر ټوېټر لیکلي ول چې دا ترهګر خوشاله وو او د روغتون په خونه کې یې د اسلامي دولت ډلې د بیرغ ځړولو غوښتنه کړې وه.

ټرمپ لیکلي ول چې سایپوف اته کسان وژلي او ۱۲ یې زښت ژوبل کړي ول نو باید ورته د مرګ سزا واورول شي.

ټرمپ وروسته دی د یوه ځناور په نوم هم یاد کړی وو او د مرګ سزا ورکولو غوښتنه یې کړې وه. د سایپوف وکیلانو د پنجشنبې پر ورځ د نیویارک په مینهټن کې په عدالت کې غوښتنلیک دایر کړ چې پکې ویلي یې دي چې امریکايي لوی څارنوال جېف سېشنز بېطرفه نشي پاتې کېدای ځکه چې ټرمپ د سایپوف د وژنې غوښتنه کړې او پر سېشنز یې فشار راوستی دی چې ((پر سیاسي بنیادونو)) فیصله وکړي.

قانوناً د امریکا لوی څارنوال واک لري چې په داسې قضیو کې د مرګ د سزا غوښتنه وکړي او په ترځ کې یې مقدمه وچلوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG