((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
د دې اوونۍ د خپرونې مېلمه مو کندهار مېشتی سندرغاړی نعمت الله کندهاری دی.
۶۴ کلن نعمت الله کندهاری له شاوخوا ۵۰ کلونو راهيسې د موسيقۍ له هنر سره تړلی دی. د نوموړي د موسيقي محور د کندهار محلي سندرې دي.
له نعمت الله کندهاري سره د هغه پر هنر خبرې او د هغه څو سندرې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
-
احمد شاه اعظمي
احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي او د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده.