د خېبر پښتونخوا د خزانې وزیر وایي، کوښښ یې دې چې د روان په نهم قامي مالیاتي ایوارډ کې ټولې صوبې د پخوانې قبایلي سیمو پرمختیا لپاره خپله برخه ورکړي.
د د ستمبر په شپږمه مشال راډیو سره خبرو کې د خزانې وزیر تېمور سلیم خان جهګړا هیله څرګنده کړه چې په خېبر پښتونخوا کې قبایلي سیمې ورګډولو وروسته وفاقي حکومت به دې مالیاتي ایوارډ کې د خېبر پښتونخوا مرسته کوي.
نوموړی وايي: ((که د قبایلي سیمو درې فیصده برخه ملاو شوه نو انشاالله د قبایلي سیمو د پرمختیا چې کوم بجټ وي هغه به کافي وي او د پښتونخوا په نسبت به پرې خاص توجو ورکړل کېږي))
هغه زياتوي: ((زموږ به کوښښ وي چې ژر تر ژره قبایلي سیمو کې د پرمختیا کارونه پیل کړل.))
ده زیاته کړه چې د اېن اېف سي ایوارډ پېسې به د پرمختیا په کارونو لکه سړکونو جوړولو، سکولونو او روغتونونو کې کار کولو، نوي سکولونه او روغتونونو جوړولو او د دې علاوه د حکومتي انتظام لپاره نوې ادارې په جوړولو لګي او دا شان نوکریانې به هم دې سره راځي.
واضحه دې وي چې د چارشنبې په ورځ د خزانې وفاقي وزیر اسد عمر د څلورو واړو صوبو اعلا وزیرانو ته د نهم قامي مالیاتي کمېشن ایوارډ لپاره خطونه لیکلي او ویلي چې د دې قامي مالیاتي کمېشن د بیا جوړولو لپاره له وړاندې ټاکل شوي غړیو تصدیق دې وکړي او یا دې ټولې صوبې نوي غړي ونوموي.
هر پینځه کاله وروسته د این ارټیکل ۱۶۰ د ۱ شق ترلاندې قامي مالیاتي ایوارډ جوړېږي چې صوبو ته د اخراجاتو پوره کولو او د پرمختیا لپاره خپلې برخې ورکړې کېږي.
تېر حکومت خېبر پښتونخوا کې قبایلي سیمې ورګډلو وروسته قبایلي سیمو ته په قامي مالیاتي ایوارډ کې د درې فیصدې برخې د ورکولو لوظ کړې وه کوم چې ۱۰۰ اربه روپۍ جوړېږي.
کارپوهان وایي چې دومره لوی رقم ورکول وفاقي حکومت له مشکله ښکاري.
د قبایلي سیمو او قانوني چارو کار پوه اعجاز خان مومند وایي، پکار خو دا وه چې وفاق د قبایلي اصلاحاتو د کمیټۍ فېصلې وروسته د درې فیصده برخې رقم ورکول پیل کړې وه.
دې دریو فیصدو برخې لپاره د کوښښ او د ګنجایش خبره ختمه شوې، دا اټل فېصله شوې وه چې درې فیصده کې کومې پېسې جوړېږي هغه به تاسو سمدستي ورکوي.
د قبایلي سیمو لپاره عدالتي نظام او نور نظام ټول پېسو ته پاتې دې، پکار خو دا وه چې تر اوسه پورې حکومت درې وارې د دې پېسې ورکړې وې، که فرض کړې دغه پېسې قبایلي سیمو ته ورنکړلای شي نو چې دا کوم نظام قبایلي سیمو لپاره جوړ کړل شوی دي د دې به هېڅ فایده نه وي، دا به واپس ځي.
د ال فاټا سیاسي اتحاد نایب صدر نثار مومند په وینا چې تېر ځل د سیند صوبې حکومت قبایلي سیمو ته په مالیاتي ایوارډ کې د خپلې صوبې برخه نه وه ورکړې او دا ځل هم تمه نه لري.
نوموړي وايي، په دغې وجې زه ډېر خوشبینه نه یم ولې چې په دوو صوبو کې د دوی حکومت شته خو په دوو صوبو دا مسله نه هوارېږي او هڅې هم د ډېرو وختونو راهیسې چې کله زموږ د ګټو خبره راځي نو موږ ته ټول قوتونه بهانې جوړوي.
د قبایلي سیمو سیاستوالو او کارپوهانو لخوا وخت په وخت دا غوښتنه مخې ته راغلې چې قبایلي سیمې قامي بهیر کې شامولې لپاره دې قامي مالیاتي کمېشن خپل رول ولوبوي.