د کابل امنیتي چارواکي وايي، هغه پنځه ځانوژونکي برید ګر چې د پلازمېنې له یوې ودانۍ یې ډزې کولې ټول وژل شوي او برید پای ته ورسېدلو.
د افغانستان کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک خبري غونډې ته ویلي، لومړي دوه بریدونه د دښت برچي او یو يې د شهر-نو په سیمه کې شوی دی.
نوموړی وايي، د کابل د دشت برچي سیمه کې د پولیسو پر ۱۳مه حوزه لومړی حمله هغه وخت وشوه چې دوو بریدګرو د لاسي بمونو په چولو حوزې ته ننوتلو هڅه کوله چې د یوه ساعت تر جګړې وروسته په دغه سیمه کې دوه بریدګر ووژل شول.
د ده په وینا په برید کې دوه پولیس هم وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
ویس برمک وايي، درېیم ځانوژونکي چې غوښتل یې ځان هدف ته ورسوي د دشت برچي په ګولایي مهتاب کلا سیمه کې د امنیتي ځواکونو لهخوا ووژل شو.
خو له دې وروسته د کابل په شهر نو کې د اتصالاتو مخابراتي شرکت او د اسیا پراختیايي بانک ته ورڅېرمه حمله وشوه.
د کورنیو چارو وزیر وايي چې د شهر نو په حمله کې پنځه ځانوژونکي بریدګرو برخه اخیستې وه چې یوه یې د ودانۍ له دراوزې سره خپلځان وچولو او څلورو نورو یې ډزې پیل کړې.
د کورنیو چارو وزارت په وینا په شهر نو او دشت برچي سیمو کې د دغو پېښو له امله د دوو پولیسو په شمول پنځه تنه وژل شوي او ۱۶ ولسي او پوځي کسان ټپيان شوي دي.
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د کابل ښار نننۍ ځانوژونکې حملې د حقاني شبکې لهخوا د لشکر طیبه په همکارۍ پلان شوې وې.
له ملي امنیت عمومي ریاست نه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د دغه حمله کوونکو سره د همکاري کوونکو کسانو د نیولو هڅې روانې دي.
اعلامیه همدارنګه وايي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ډېر مهارت سره د وسلهوالو پلان ورشنډ کړ او د ګڼو ولسي وګړیو د مرګ-ژوبلې مخه یې ونیوله.
د دشت برچي سیمې د حملې ذمه واري داعش او د شهر نو حملې مسولیت بیا طالبانو منلی دی.