په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره نیکې هیلې وايي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ به روانه میاشت، په نیو یارک کې د نړۍ د مشرانو د کلنۍ راغونډېدنې پر مهال د ایران په اړه د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل د یوې غونډې مشري کوي چې په ترڅ کې به یې نوموړی د تهران پرضد خپل شکایتونه روښانه کړي.
ټرمپ او هیلې په وار وار پر ایران نیوکې کوي او وايي،ایران د شام او یمن په چارو کې مداخله کوي او د ۲۰۱۵ز کال له اټومي تړونه یې هم سرغړونه کړې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د تهران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو هېوادونو ترمنځله شوي تړونه،په تېره مې میاشت د وتلو اعلان وکړ.
نیکې هیلې ایران په ګرده نړۍ کې، د ترهګرۍ په ملاتړ کولو هم تورن کړ.
بل پلو ایران د ترهګرۍ د ملاتړ تورونه رد کړي دي.
دوی په یمن کې حوثي یاغیانو ته د وسلو د اکمال خبره هم رد کړې ده.
دوی په بشپړ ډول د امریکا هغه غوښتنه هم رد کړې چې وايي، تهران دې د بېلېسټېکو توغندیو له ازمویلو لاس واخلي.
ایران وايي، د خپل هېواد د دفاع لپاره دغه توغندي اړین بولي.