د لاسرسي ځای

تازه خبر

عارف علوي د پاکستان نوی ولسمشر غوره شو


عارف علوي
عارف علوي

د پاکستان تحريک انصاف ګوند کانديد عارف علوي د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې او د غېر سرکاري نتيجو تر مخه نوموړی د پاکستان ۱۳م ولسمشر شو. د ولسمشر ټاکلو لپاره نن د پاکستان په پارلمان او څلورو صوبايي اسمبلیو کې رایې اچونه وشوه چې نن سهار ۱۰ بجې پیل شوه او د مازيګر تر څلورو بجو پورې روانه وه.

له ښاغلي علوي سره په مقابله کې د پاکستان پیپلز ګوند کانديد اعتزاز احسن او د مسلم لیګ ن، متحده مجلس عمل، عوامي نېشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند شريک کانديد مولانا فضل الرحمان ولاړ ول.

مولانا فضل الرحمن
مولانا فضل الرحمن

عارف علوي په پارلمان کې ۲۱۲، مولانا فضل ارحمان ۱۳۱ او اعتزاز احسن ۸۱ رايې وګټلې.

د ولسمشرۍ ټاکنو حتمي نتيجه به د پاکستان انتخاباتي کميشن مشر جسټس (ريټايرډ) سردار محمد رضا اعلانوي.

اعتزاز حسن
اعتزاز حسن

د پاکستان د اوسني ولسمشر ممنون حسېن د ولسمشرۍ موده د سپټمبر پر اتمه نېټه پای ته رسېږي او نوی ټاکل شوی ولسمشر به د سپټمبر پر نهمه نېټه د خپلې څوکۍ سوګند پورته کوي.

XS
SM
MD
LG