د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شام ولسمشر بشارالاسد او د هغه اتحادیانو ایران او روس ته خبرداری ورکړې چې په شام کې د یاغیانو تر کنټرول لاندې په ادلېب ولایت کې بریدونه نه کوي ګنې په سلګونه زره کسان به پکې ووژل شي.
ولسمشر ټرمپ د سپټمبر پر درېیمه په ټویټر لیکلي چې روسیه او ایران به په دې عملیاتو کې له برخې اخیستو سره د بشري حقونو لړ کې یوه لویه تېروتنه وکړي، په سلګونه زره کسان به ووژني او باید داسې ونشي.
د شام حکومت په ادلېب لایت کې د لوبو بریدونو کولو لپاره تیاري کړې ده.
ادلېب ولایت له ترکیې سره پوله لري او د هغو یاغیانو تر ولکې لاندې اخرنۍ سیمه ده چې د ولسمشر اسد، ایران او روسي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.
ایران او روسیه د شام په کورنۍ جګړه کې د ولسمشر اسد ملاتړ کوي.
په ادلېب کې شاوخوا درې میلیونه ولسي وګړي میشت دي او ملګرو ملتونو خبرداری ورکړي چې د حکومتي عملیاتو په نتېجه کې شاوخوا اته لکه کسان کورونو پرېښودو ته مجبورېدای شي.