د لاسرسي ځای

تازه خبر

برازیل کې دوه سوه کلن زوړ موزیم اور اخیستی


برازیل: په د ريیو ډي جنيرو کې پر یوه تاریخي موزیم اور لګېدلی. ۳ سپتمبر ۲۰۱۸
برازیل: په د ريیو ډي جنيرو کې پر یوه تاریخي موزیم اور لګېدلی. ۳ سپتمبر ۲۰۱۸

د برازيل چارواکي اندېښنه ښودلې چې د ريیو ډي جنيرو سيمې په دوه سوه کلن زوړ ميوزيم کې له اور لګېدنې ښايي تر دوه کروړو زیات اثار سوځول شوي وي.

ولسمشر ميشل تېمېر په یکشبه په يوه بيان کې ويلي چې دا د برازيل بې کچې تاوان دی. دغه موزيم يو وخت د باچاهانو محل وو. هغه زياته کړې چې دوه سوه کلن کار، تحقيق او علم ضايع شو. چارواکي وايي چې د اور لګېدو د وجې په اړه په سمدستي توګه مالومات نه لري.

دا ميوزيم باچا جو واو پنځم په ۱۸۱۸ م کال کې جوړ کړی وو چې پکې تاريخي اثار پراته ول.

په دې کې د مصر هنري ټوټې او د انسانو د هډونو زاړه پاته شوني [فوسلز] چې په برازيل کې موندل شوي ول شامل دي. خو د ميوزيم ودانۍ ترميم شوې نه وه ځکه چې مختلفو حکومتونو له پامه غورځولې وه.

اړوند راپورونه

په موصل کې اسلامي دولت لرغوني تاریخي اثار وران کړل

د اباسین پر غاړه لرغونی هنډ ښار

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG