د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اوکراین کې د یوې بیلتون پالې ډلې مشر ووژل شو


الکسندر زخارچینکو
الکسندر زخارچینکو

د اوکراین د ختیځ دونیڅک سیمې د بیلتون پالو د مشر الکسندر زخارچینکو تر وژل کیدو وروسته د بیلتون پالو مشرتابه شورا بیړنۍ غونډې پیل کړي دي او روسيه بیا دې پیښې سخته په غصه کړې ده.

د ۴۲ زخارچینکو وژنه د اوکراین په ختیځ کې د بیلتون پالو چې روسیه يې په ملاتړ تورنه ده ، د مهمو غړو او مشرانو د ترور د لړۍ نوی کړی بلل کیږي.

د بیلتون پالو خبري سرچینو ویلي دي چې الکسندر زخارچینکو د دونیڅک ښار په یوې کافې کې د چاودنې په نتیجه کې وژل شوی او د اوکراین ضد بیلتون غوښتونکو یو بل مشر په دې پیښه ټپي شوی دی.

د روس د بهرنیو چارو وزارت د زخارچینکو د وژل کیدو په عکس العمل کې ویلي چې د اوکراین حکومت په خونړۍ جګړه کې د شاملیدو پریکړه وکړه.

ولسمشر ولادمیر پوتین د دونیڅک د بیلتون پالو د مشر په وژل کیدو خپله خواشیني څرګنده کړې ده
ولسمشر ولادمیر پوتین د دونیڅک د بیلتون پالو د مشر په وژل کیدو خپله خواشیني څرګنده کړې ده

کریملن ویلي دي چې ولسمشر ولادمیر پوتین د دونیڅک د بیلتون پالو د مشر په وژل کیدو خپله خواشیني څرګنده کړې ده او د روسيې د تحقیقاتو دولتي اداره دې پیښې ته د نړیوال تروریزم د قضيي په نظر ګوري.

د اوکراین د ختیځ په جګړه کې تر اوسه پورې ۱۰ زره او ۳۰۰ کسان وژل شوي دي

خو د اوکراین حکومت بیا وايي چې الکسندر زخارچینکو د تروریستانو او د هغوي د روسيي ملاتړو د خپلمنځي اختلافاتو په نتیجه کې وژل شوی دی.

تر دې مخکې اوکراین د بیلتون پالو دوه مشران په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې په دونیڅک ښار کې په ورته بمي چاودونو کې ووژل شول.

د ۲۰۱۴ کال له اپریل میاشت راهیسې د اوکراین د ختیځ په جګړه کې تر اوسه پورې لس زره او درې سوه کسان وژل شوي دي
د ۲۰۱۴ کال له اپریل میاشت راهیسې د اوکراین د ختیځ په جګړه کې تر اوسه پورې لس زره او درې سوه کسان وژل شوي دي

د ۲۰۱۴ کال له اپریل میاشت راهیسې د اوکراین د ختیځ په جګړه کې تر اوسه پورې ۱۰ زره او ۳۰۰ کسان وژل شوي دي.

روسیه دا نه مني چې ګواکې مسکو د اوکراین د حکومت له مخالفو یاغیانو پوځي او مالي ملاتړ کوي خو اوکراین او ناټو بیا ټینګار کوي چې له بیلتون پالو څخه د مسکو د ملاتړ په اړه ښکاره او کره شواهد لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG