د لاسرسي ځای

تازه خبر

هالینډي سیاستوال د اسلام د پیغمبر د خاکو جوړولو له سیالۍ لاس واخیست


د خاکو پر ضد د تحریک لبیک یا رسول الله ملاتړو له لاهوره لاریون پیل کړ
د خاکو پر ضد د تحریک لبیک یا رسول الله ملاتړو له لاهوره لاریون پیل کړ

پراګ - ښي لاسي هالینډي سیاستوال ګېرت وایلدرز په داسې حال کې د اسلام د پیغمبر د خاکو جوړولو سیالي منسوخه کړې چې په پاکستان کې یې د پلان پر ضد پراخې مظاهرې شوې دي.

وایلدرز ته د دې پلان له کبله د مرګ ګواښونه هم شوي. نوموړې د اګست پر ۳۰مه شپې ناوخته وویل، "د اسلامپالو له تاوتریخوالي څخه د خلکو د ژغورلو لپاره یې" د مقابلې د منسوخولو فیصله کړې.

۵۴ کلن سیاستوال پر فېسبوک لیکلي چې د "خلکو خوندیتوب زیات مهم دی."

ده ویلي چې پیاوړي مخالفان یې یوازې ده ته نه بلکې "ټول هالینډ ته د هدف په سترګه ګوري."

نوموړي دا بیان پر داسې مهال ورکړی دی چې په پاکستان کې د تحریک لبیک پاکستان په نوم غورځنګ پر اسلام اباد غږ کړی دی چې د دې پېښې پر سر دې له هالینډ سره سفارتي تعلقات پرې کړي.

د اګست پر ۲۹مه په لاهور کې د مدرسو زده کوونکو د سیالۍ ضد مظاهره وکړه
د اګست پر ۲۹مه په لاهور کې د مدرسو زده کوونکو د سیالۍ ضد مظاهره وکړه

د دې غورځنګ مشرانو او شاوخوا ۱۰ زره پلویانو یې له لاهوره لاریون پیل کړی چې د اګست پر ۳۰مه شپې مهال اسلام اباد ته ورسېد.

حکومت په اسلام اباد کې د سفارتونو زون ته د مظاهره کوونکو د ورتګ مخنیوي لپاره پر سړکونو کانټینرې درولې دي او زرګونه سرتېري یې ځای پر ځای کړي ول.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ هم د اګست پر ۳۰مه په یوه قرارداد کې د هالینډی سیاستوال د پلان غندنه وکړه.

تر دې مخکې تېره اوونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل اوونیزې خبري غونډې ته ویلي ول چې په اسلام اباد کې یې د هالینډ سفیر ته احتجاج کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG