د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د ټولو رسنيو د څارولو لپاره نوې اداره جوړوي


حکومت د الېکټرانک مېډيا څارنې ادارې يا پېمرا د ختمولو او پرځای يې د رسنيو څارنې يا مېډيا رېګولېټري اتهارتي جوړولو اعلان وکړ.

دا اعلان د پاکستان اطلاعاتو وفاقي وزير فواد چودري نن چارشنبه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته د وينا پرمهال وکړ.

نوموړي وويل چې حکومت فيصله کړې ده چې پېمرا او پرېس کونسل دواړه ختمې او پرځای یې د پاکستان ميډيل رېګولېټري اتهارټي په نوم اداره جوړوي.

نوموړي زياته کړه چې نوې اداره به نه يواځې الېکټرانک رسنۍ بلکې ورځپاڼې او ټولنيزو رسنۍ هم څاري او بايد قانون يې پر ټولو رسنيو يوشان عملي شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG