د لاسرسي ځای

تازه خبر

ماتیس: د افغانستان په جګړه کې به شخصي ځواکونه رول ونلري


د امریکا دفاع وزیر جیمز ماتیس.
د امریکا دفاع وزیر جیمز ماتیس.

د امریکا دفاع وزیر جیمز ماتیس،هغه وړاندیزونه چې د افغانستان په جګړه کې دې شخصي پوځي ځواکونه شامل کړل شي او دا مکانات چې دوی به د امریکايي ځواکونو ځای ونیسي، رد کړي دي.

جیمز ماتیس د اګست پر ۲۸مه، په پینټاګان کې د خبري غونډې پر مهال دغه څرګندونې د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.

هغه وویل چې کله چې امریکایانو د هیواد باور او اعتماد له ازمایښت سره مخ کړی وي، د جګړې خصوصي کول ښايي معقوله مفکوره ونه اوسي.

د افغانستان په جګړه کې د امریکا د شخصي ځواکونو د حضور د مفکورې مهم پلوی ایریک پرینس دی، څوک چې د بلیک واټر پخوانی مشر هم پاتې شوی دی.

نوموړي ویلي، د شخصي ځواکونو استعمال به د افغانستان په جګړه کې کې چې ۱۷ کاله پرې اوښتې د امریکايي پوځونو د شمېرې را ټیټولو ته لاره هوارولی شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG