د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: د میانمار پوځي جنرالان باید محاکمه شي


د ملګرو ملتونو لخوا د میانمار لپاره د ټاکل شوي هیئت مشر مارزوکي داروسمان
د ملګرو ملتونو لخوا د میانمار لپاره د ټاکل شوي هیئت مشر مارزوکي داروسمان

پراګ ـ د ملګرو ملتونو پلټونکي وایي، د میانمار پوځي جنرالان باید د ډله‌ییزې وژنې په تور محاکمه شي.

په میانمار یا پخوانۍ برما کې د ترسره شویو جنایتونو په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا حقیقت موندونکی درې کسیز پلاوی دې نتیجې ته رسېدلی چې د میانمار د پوځ له لوی درستیز او پنځو نورو لوړپوړو پوځي قوماندانانو څخه باید د هغو جرمونو په خاطر تحقیقات وشي او هغوی محاکمه شي چې د روهینګیا مسلمانانو او نورو اقلیتونو په وړاندې یې ترسره کړي دي.

په هغه راپور کې چې دغه پلاوي د د اګست پر ۲۷مه خپور کړ، ویل شوي چې د بې‌ توپیره وژنو، پر ښځو په ډله‌ییزه توګه د جنسي تېریو، پر ماشومانو د حملو او په بشپړه توګه د کلیو د سوځولو لپاره پوځي اړتیا هېڅکله توجیه کېدای نه‌ شي.

ملګروملتونو د بشري حقونو ګومارل شوي پلاوي: د میانمار پوځ د انسانانو ژوند ، وقار، آزادیواو په ټوله کې نړیوال قانون ته سپکاوی کړی
ملګروملتونو د بشري حقونو ګومارل شوي پلاوي: د میانمار پوځ د انسانانو ژوند ، وقار، آزادیواو په ټوله کې نړیوال قانون ته سپکاوی کړی

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له‌خوا د ګومارل شوي پلاوي مشر د اندونیزیا پخواني لوی څارنوال مارزوکي داروسمن په جینوا کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د میانمار پوځ د انسانانو ژوند، وقار، ازادیو او په ټوله کې نړیوال قانون ته سپکاوی کړی چې هغه باید د میانمار د ټولو خلکو او هم د نړیوالې ټولنې لپاره د اندېښنې وړ وي.

داروسمن زیاته کړه:

​"هغه وخت حساب کتاب کېدای شي چې یوازني مهم عنصر ته رسیدګي وشي او هغه د لوی درستیز رول دی او د پرمختګ یوازنۍ لاره دا ده چې د هغه استعفا او له دندې یې لیرې کېدل سمدستي مطرح شي."

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې د میانمار د پوځ لخوا د ځپنې د عملیاتو په نتیجه کې به له راخین ایالت څخه له ۷۰۰ زره زیات روهینګیا مسلمانان بنګله‌دېش ته کډه شوي وي.

پلټونکو د بې‌پولې خبریالانو د ټولنې هغه راپور ته هم اشاره کړې چې ویلي یې دي په شخړو کې شااوخوا ۱۰ زره کسان وژل شوي.
پلټونکو د بې‌پولې خبریالانو د ټولنې هغه راپور ته هم اشاره کړې چې ویلي یې دي په شخړو کې شااوخوا ۱۰ زره کسان وژل شوي.

پلټونکو د بې‌پولو خبریالانو د ټولنې هغه راپور ته هم اشاره کړې چې ویلي یې دي په شخړو کې شاوخوا ۱۰ زره کسان وژل شوي دي.

حقیقت موندونکي پلاوي ویلي چې دغه موضوع باید د ملګرو ملتونو د جرمونو نړیوالې محکمې ته چې مرکز یې په هاګ کې دی وړاندې شي او که دا کار نه‌کېږي باید یوه ځانګړې محکمه ورته جوړه شي.

دغې محکمې ته د دغې قضیې وړاندې کول دې ته اړتیا لري چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځه دایمي غړي ورسره موافقت وکړي، خو چین چې د دې شورا یو غړی او د ویتو حق لري په میانمار کې د روانو شخړو په ترڅ کې له دې ډډه کړې چې د میانمار حکومت وغندي. ​د اسوشیټېډ پرس اژانس د راپور له مخې تېره اوونۍ د میانمار حکومت له دې ډډه وکړه چې په هاګ کې د جرمونو له نړیوالې محکمې سره همکاري وکړي ځکه دا هېواد یې غړیتوب نه‌لري.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې د میانمار د پوځ له‌خوا د ځپنې د عملیاتو په نتیجه کې به له ۷۰۰ زره زیات روهینګیا مسلمانان بنګله‌دېش ته کډه شوي.وي
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې د میانمار د پوځ له‌خوا د ځپنې د عملیاتو په نتیجه کې به له ۷۰۰ زره زیات روهینګیا مسلمانان بنګله‌دېش ته کډه شوي.وي

د ملګرو ملتونو پلټونکو دغه‌راز د میانمار پر سیاسي مشرې او د نوبل د سولې د جایزې پر ګټونکې انګ سان سوچي هم انتقاد کړی چې د حکومت د مشرې په توګه په دې کې پاتې راغلې چې د دغه وضعیت د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي او خپل اخلاقي مسولیت پر ځای کړي.

د میانمار په راخین ایالت کې د اقلیت روهینګیا مسلمانانو پر ضد ځپونکي عملیات هله پیل شول چې د ۲۰۱۷ کال په اګست کې په سیمه کې یاغي وسله‌والو د پوځ پر پوستو په بریدونو کې څو سرتېري ووژل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG