د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر نوې کابینه اعلان کړه


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ وداني
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ وداني

د اګست پر ۲۷مه د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان نوې کابینه اعلان کړې چې پکې ۱۰ وزیران او پینځه مشاوران شامل دي.

د وزیراعلا دفتر په یوه بیان کې ویلي چې د تېر په څېر دا ځل هم عاطف خان ته د تعلیم وزارت ورکړل شوی او ورسره د مشر یا سینییر وزیر دنده هم لري.

له دې سره، شهرام خان ترکی د بلدیاتو وزیر شوی.

تیمور اسلم جګړا ته د مالي چارو، سلطان خان ته د قانوني چارو او هشام انعام الله ته د روغتیا وزارتونه ورکړل شوي.

پاکستان تحریک انصاف د جولای پر ۲۵مه په انتخاباتو کې زیاتې څوکۍ وګټلې او په خیبر پښتونخوا کې یې اکثریت تر لاسه کړ نو ځکه یې په یوازې ځان صوبايي حکومت جوړ کړ.

تر دې مخکې له ۲۰۱۳ز کال څخه د ۲۰۱۸ز کال د مې تر پایه تحریک انصاف په صوبه کې د اېتلافي حکومت مشري کوله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG