د لاسرسي ځای

تازه خبر

صدر ممنون حسین: الیکشن کمیشن دې د ګوندونو اندېښنې لیرې کړي


د پاکستان صدر ممنون حسېن ويلي دي د قام ښه راتلونکي لپاره حکومتي ادارې با اختياره جوړول د وخت ضرورت دی، تير حکومت او اپوزيشن ګوندونو په ګډه سره انتخابي اصلاحات تيارولو ورستو د ټاکنو کميشن ته زيات اختيارات ورکړل چې یو ښه ګام وو خو یاد کميشن له هم پکار دي د انتخاباتو په اړه که کوم ګوندونه څه اندېښنې لري نو هغه دې لیرې کړي.

د پاکستان یواويایمې (۷۱) خپلواکۍ ورځې په مناسبت سره د اسلام اباد په جناح کنونشن سنټر کې د جنډۍ خېژولو مرکزي دستورې ته صدر ممنون حسین وويل دا ورځ ورته یادونه کوي چې د پاکستان قسمت فیصلې ولس د ووټ له لارې کېدای شي مشران هم هغه وي چې ولس يې وټاکي او هغه قانون کاميابه وي چې پکې د ولس خوښه شامله وي.

د نوموړي وينا وه په مکمله توګه لا خپل منزل ته نه يو رسيدلي نو د هغه خنډونو د لیرې کولو ضرورت دی چې له کبله یې هېواد ته مسلې جوړې کړي دي.

دستورې ته صدر ممنون حسېن وويل په پنځويشتم جولای شوې ټولټاکنې مشکلې وې ځکه چې د ملک په مختلفو برخو خصوصا بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ پرله پسې پيښې رامخې ته شوې خو د ولس حوصله د ستاينې وړ ده چې له زغمه يې کار واخیستلو او ترهګرو ته يې ماتې په ورکولو سره په انتخاباتو کې برخه واخسته موږ ټولو له دا یاد ساتل پکار دي چې مترقي، مضبوط او جمهوري پاکستان زموږ منزل دی.

په پېښور، لاهور، کراچۍ او کوټه کې هم د خپلواکۍ ورځې په مناسبت سره د بېرغ خيژولو دستورې وشوې چې پکې د صوبو نګران اعلې وزيرانو نه علاوه صوبايي وزيرانو او پوځي چارواکو ګډون وکړو،

د ذکر ده چې نن په څوارلسم (۱۴) اګست د ورځې پېل په اسلام اباد کې د یودېرش (۳۱) او په صوبايي سرښارونو کې د یوويشت، یويشت توپونو په سلامۍ وکړل شو.

د خپلواکۍ ورځې په مناسبت سره په ملک کې د امنيت وضعه ښه ساتلو لپاره حفاظتي انتظامات کړې شوي او په اسلام اباد کې د پوليسو ترڅنګ رېنجرز هم ګمارلي دي.

د اسلام اباد په دستوره کې د نګران وزيراعظم ناصر الملک، د سېنټ چېرمېن صادق سنجراني، د پارلمان سپيکر سردار اېاز صادق او وفاقي وزيرانو نه علاوه پوځي مشرانو او غېر ملکي سفيرانو هم ګډون وکړو.

XS
SM
MD
LG