د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوز دیر کې لومړنۍ ښځینه محرره وګمارل شوه


رحمت جهان
رحمت جهان

د کوز دیر په بلامبټ تاڼه کې یوه ښځینه پولیس اهلکاره رحمت جهان محرره مقرر کړې شوې ده.

د خېبر پښتونخوا په تاریخ کې دا دوهمه ښځینه محرر ده، وړومبۍ محرره زوبیا مسرت د روان کال په مې میاشت کې د کوهاټ ضلعې یوې تاڼه کې خپله دنده پېل کړې وه.

په عامه توګه تاڼو کې د محرر د چوکۍ فرایض نارینا ترسره کوي چې د وړومبي مالوماتو رپورټ یا اېف ایې ار رپورټ درج کوي.

د کوز دیر د بلامبټ تاڼې محرره رحمت جهان د چترال ضلعې ده او کال ۲۰۱۲ کې یې د پولیس نوکري شروع کړې وه.

مشال راډیو سره په خبرو کې رحمت جهان وویل چې د پولیس محکمې ته د شوق له وجې راغلې وه او په خپل قابلیت یې د محرر دې چوکۍ ته رارسیدلی.

دا وایي چې د پولیس نوکري سخته ده خو همت لري او په خوښه یې کوي.

رحمت جهان وایي چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د محررې په توګه یې کار شروع کړی او په دې موده کې د ناریناو پرته شاه خوا څلورو ښځو خپل کېسونه هم دې ته رپورټ کړي دي.

د نوموړې په وینا چې د مور او پلار مرسته ورسره ده او یوه ورځ به د اېس اېچ او چوکۍ ته هم په خپل قابلیت رسي.

د کوز دیر د پولیس محکمې ویاند فضل کریم مشال راډیو ته وویل چې د پولیس محکمې امتحانونه پاس کولو پس رحمت جهان د محرر چوکۍ ته رسیدلې.

د کوز دیر د پولیس د محکمې په وینا چې یاده سیمه کې شاه خوا شپږ څلویښت ښځینه پولیس اهلکارانې د هېډ کانسټېبل په توګه کار کوي چې یوه رحمت جهان کې پکې محرره جوړه کړې شوه.

XS
SM
MD
LG