د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان نوی وزیراعظم به د اګست پر ۱۸مه سوګند کوي


د پاکستان پارلمان
د پاکستان پارلمان

د پاکستان په عامو انتخاباتو کې تر ټولو زیاتې چوکۍ ګټونکی ګوند تحريک انصاف وايي ، مشر عمران خان به یې د اګست پر ۱۸مه سوګند پورته کوي.

دا خبره د یاد ګوند یو ویاند او سنېټر فیصل جاوید د جمعې په ورځ ناوخته په اسلام اباد کې خبریالانو ته په وینا کې کړې ده.

نوموړي ویلي چې عمران خان به د پاکستان د ۲۱م وزیراعظم په توګه په ایوان صدر کې د خپلې دندې سوګند پورته کوي.

خو نوموړي دا خبرې په داسې حال کې کړي دي چې د اسمبلۍ غړو تر اوسه نه سوګند اخیستی دی او نه هم دا مالومه ده چې عمران خان به په اسمبلۍ کې د وزیراغظۍ لپاره څو رایې ترلاسه کوي.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسېن د اګست پر ۱۳مه د قومي اسمبلۍ غونډه رابللې ده په کوم کې چې به نوي ټاکل شوي غړي سوګند اخلي.

ټاکل شوې ده چې ټول غړي به تر لوړې کولو وروسته د قومي اسمبلۍ د سپیکر او د هغه د مرستیال ټاکلو لپاره رایې اچوي.

د وزیراعظم ټاکلو لپاره به د قومي اسمبلۍ غونډه تر ۱۴م اګست وروسته رابلل کېږي.

د تحريک انصاف مرستیال مشر شاه محمود قریشي د جمعې په ورځ د ګوند تر غونډه وروسته اعلان وکړ چې دوي د قومي اسمبلۍ د سپیکر چوکۍ لپاره اسد قېصر نومولی دی.

اسد قیصر د خیبر پښتونخوا د صوابۍ دی او له ۲۰۱۳م څخه تر ۲۰۱۸م کاله د خیبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ سپیکر پاته شوی وو.

بل پلو د اپوزيشن ګوندونو اتحاد هم د وزيراعظم چوکۍ لپاره د مسلم ليګ نواز مشر شهباز شريف او د قومي اسمبلۍ د سپیکر چوکۍ لپاره یې د پپلز ګوند مخکښ خورشيد شاه ټاکلي دي.

په قومي اسمبلۍ کې به د مرستیال سپیکر امېدوار د دیني جماعتونو اتحاد متحده مجلس عمل څخه وي کوم چې د اپوزېشن ګوندونو د اتحاد برخه دی.

شاه محمود قریشي خبریالانو ته د خپلې وینا پر مهال دا اعلان هم وکړ چې د ګوند په غونډه کې یې پرېکړه کړې ده چې چوهدري محمد سرور به د پنجاب ګورنر وي.

چوهدري محمد سرور له ۱۹۷۰مې لسیزې په انګلستان کې پاته شوی او هلته یې د کاروبار تر څنګ په ځايي سیاست کې هم برخه اخیستې وه.

نوموړي د انګلستان د پارلمان غړی هم پاته شوی وو خو بیا یې په دې وروستیو کې انګلستان پرېښود او پاکستان ته ستون شو.

هغه پاکستان تر ته تګ وروسته په مسلم لیګ نواز کې شامل شو او هغوی د پنجاب ګورنري ورکړې وه خو چوهدري سرور بیا هر څه پرېښودل او په تحریک انصاف کې شامل شو.

د اسد قېصر نومول کېده

اوس پوښتنه دا ده چې د سیاسي چارو کارپوهان د قومي اسمبلۍ د سپیکر لپاره د اسد قېصر نومولو ته په کوم نظر ګوري؟

د مشال راډیو خبریال ګل ایاز په دې اړه د سیاسي چارو شنونکي عقیل یوسفزي سره مرکه کړې او په پیل کې یې ورڅخه پوښتلي چې هغوي د اسد قېصر نومول کېدو ته څنګه ګوري؟

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:37 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG