د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني به په دوو میاشتو کې د اسلامي تمدن رسمي مرکز شي


په غزني کې د ۱۲مې پېړۍ منارې
په غزني کې د ۱۲مې پېړۍ منارې

غزني - افغان چارواکي وايي، د اسلامي هېوادونو د تمدن د پايتخت په توګه به د غزني د ټاکل کېدو مراسم د را روانې لړم مياشتې په لومړيو ورځو کې ترسره شي.


د دغو مراسمو له پاره د تياري نيولو په موخه په افغانستان کې د اسلامي هېوادونو د علمي او تعليمي مرکز استازی ډاکټر عباس صددي او د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستيال مصدق خليلي تېره ورځ غزني ته راغلي ول، چې دلته يې له ولايتي چارواکو او ديني عالمانو سره په يوه غونډه کې برخه واخيسته.

د ايسيسکو يا د اسلامي هېوادونو د علمي او تعليمي مرکز استازی ډاکټر عباس صددي وايي، په تېره څه موده کې بايد په غزني کې ډېر کار شوی وای، خو و نه شو.

((د اسلامي هېوادونو د تمدن د پايتخت په توګه د غزني ټاکل کېدل، څه اسانه کار نه وو، بلکې د اسلامي هېوادونو د فرهنګ د وزيرانو هڅې وې، چې غزنی يې د اسلامي هېوادونو د تمدن پايتخت وټاکه، د غزني دغه وياړ دا ثابتوي، چې موږ د يوه قوي فرهنګي هويت د را ژوندي کولو هڅه کړې ده. زموږ دنده همدا ده، چې دغه هويت ژوندی وساتو.))

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستيال سيد مصديق خليلي وايي، مخکې له دې، چې غزنی رسمآ د اسلامي هېوادونو د تمدن پايتخت وټاکل شي، دوی به په دغه ولايت کې يو درې ورځنی کنفرانس جوړوي.

دی وايي، د اسلامي هېوادونو د تمدن د پايتخت په توګه د غزني ټاکل کېدل دا مانا نه لري، چې دلته بايد خامخا دنګې ودانۍ جوړې شوې وای.

((د اسلامي تمدن د پايتخت په توګه د غزني ټاکل کېدل په دې موخه نه دي، چې ګواکې دلته دې دنګې دنګې ودانۍ جوړې شي، بلکې اصلي هدف يې دا دی، چې د غزني تاريخي او فرهنګي وياړونه له ورکېدو وژغورل شي او د غزني لرغونی مدنيت خلکو ته ور پېژندل شي. له دغسې پراموګونو څخه هدف د د اسلامي تمدن او معارف خپراوی دی.))

د اسلامي تمدن د پايتخت په توګه د غزني ټاکل کېدو ته ايله دوه مياشتې پاتې دي، خو که نورې ستونزې پر ځای پرېږدو، په دغه ولايت کې يوازې د امنيت په برخه کې، لا هم يو لښکر ستونزې پاتې دي.

د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې لا هم نښتې کېږي او ښار ته څېرمه د لويې لارې پر سر وسله وال خلک له موټرو کښته کوي، چې ښه بېلګه يې څو ورځې وړاندې غزني ښار ته څېرمه په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو د استازې تښتول دي.

د غزني والي موسی خان اکبرزاده هم مني، چې په غزني کې د بيارغوونې په کارونو کې پاتې راغلی، خو په ملامتيا کې مرکزي دولت هم ورشريک بولي.

((بايد په غزني کې د بيا رغوونې په برخه کې ډېر کار شوی وای، خو داسې و نه شول، په دې کې موږ هم ملامت يو، دولت هم ملامت دی. موږ دواړو له دغه ستر وياړ څخه سمه ګټه وا نه خيسته، خو بيا هم څه چې د دولت په وس کې وو، څه چې ستاسې له وسه پوره وه، موږ د هغو جنجالو او غالمغالونو پر مټ چې جوړ مو کړل، وتوانېدو، چې دومره کار وکړو، چې ليږ تر ليږه يې د غزني په څېره کې يو څه بدلون راووست.))

غزنی په دوه زره اووم زېږديز کال کې، د اسلامي هېوادونو د کلتور وزيرانو، د دوه زره ديارلسم کال له پاره، د اسلامي هېوادونو د تمدن د پايتخت په توګه ونوماوه.
XS
SM
MD
LG