د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا پر روس نوي بندېزونه لګولي دي


د دې بنديزونو له امله د روسي روبيل ارزښت کم شوی دی
د دې بنديزونو له امله د روسي روبيل ارزښت کم شوی دی

پر روس د امريکې د نوو بندېزونو اعلان پر نړيوال مارکيټ او د روس پر پېسو بده اغېزه کړې ده. د روس پېسې، روبیل د ډالر په وړاندې درې اعشاريه يو فېصد کمې شوې چې له ۲۰۱۶ کال راهيسې تر ټول ډېر کمېدل دي.

پرون ناوخته اعلان شوي، دا بندېزونه به د اګست له دوه ويشتمې عملي کېدل پېل شي. برتانيه او امريکا وايي چې د کافي شواهدو له مخې ويلي شي چې روس د مارچ په مياشت کې پر خپل پخوانی جاسوس سرګې سکرېپال او د هغه پر لور د زهرجنو پوځي کيمياوي موادو بريد کړی وو. دوی سخت ناروغه شوې وو خو تر درملنې وروسته يې ژوند وژغورل شو. په واشنګټن کې د روس سفارت پرون په يوه خبرپاڼه کې دا الزامونه يو ځل بيا رد کړل او لګيدلي بندېزونه یې وغندل.

په دې بندېزونو کې روس ته د امريکايي ټکنالوژۍ او بجلۍ مصنوعاتو د لېږلو لايسنسونه محدودول شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG