د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټول ګوندیزې غونډې د بیا انتخاباتو غوښتنه وکړه


تر ټول ګوندیزه غونډه وروسته خبري کنفرانس
تر ټول ګوندیزه غونډه وروسته خبري کنفرانس

د پاکستان د یو شمېر لویو مشرانو په ملک کې د جولايي پر ۲۵مه د تر سره شویو عامو انتخاباتو نتیجې رد کړې او د احتجاجي تحریک چولو اعلان یې وکړ.

دا پرېکړه د جولايي پر ۲۷مه په اسلام اباد کې د هغې ټول ګوندیزې غونډې پرمهال وشوه چې مشري یې د جمعیت علما اسلام او متحده مجلس عمل مشر مولانا فضل الرحمان او د پاکستان مسلم لیګ نواز مشر شهباز شریف په ګډه ترسره کوله.

په غونډه کې شریکو سیاسي مشرانو غوښتنه وکړه چې په ملک کې دې له سره شفافې او منصفانه ټولټاکنې ترسره شي.

مولانا فضل الرحمان تر ټول ګوندیزه غونډه وروسته په داسې حال کې خبري غونډې ته وینا وکړه چې د شریکو سیاسي ګوندونو مشران ورسره ولاړ وو.

په دې مشرانو کې د پاکستان مسلم لیګ نون مشر شهباز شریف ، د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیارولي خان ، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی ، د نشنل ګوند مشر حاصل بزنجو ، د متحده قومي موومنټ پاکستان مشر فاروق ستار او د قامي وطن ګوند د مشر افتاب احمد خان شېرپاو په ګډون یو شمېر نور سیاسي مشران هم شامل وو.

مولانا فضل الرحمن وويل “په انتخاباتو کې درغلۍ کړل شوې دياو د الیکشن کمېشن د رڼو ټاکنو په ترسره کولو کې پاتې راغلی دی.”

نوموړي زیاته کړه چې دوي په یوه خوله د انتخاباتو نتیجې ردوي او غوښتنه کوي چې په ملک کې دې له سره په شفافه توګه عام انتخابات ترسره شي.

د مولانا فضل الرحمان په وینا ، د ملګرو ګوندونو په ملتیا به په ملک کې احتجاجي تحریک چلوي او د دې ګوندونو بریالي شوي غړي به د پارلمان سوګند نه اخلي.

خو د ده په وینا ، د مسلم لیګ نواز مشر شهباز شریف ورته ویلې چې د سوګند پر نه اخیستلو به لومړی د خپل ګوند له مشرتابه سره سلا مشوره کوي.

د ټول ګوندیزه غونډه له هغه وروسته وشوه چې له اکثریت ګټونکي تحریک انصاف پرته د ملک زیاتره لویو ګوندونو تور پورې کړ چې په انتخاباتو کې په پراخه کچه درغلۍ شوې دي.

تحریک انصاف په قومي اسمبلۍ کې لږ تر لږه ۱۱۶ چوکۍ ګټلې دي او پر دویم نمبر پاکستان مسلم لیګ نواز دی چې ۶۴ سیټونه یې ترلاسه کړي دي.

د پاکستان د الېکشن کميشن مشر سردار محمد رضا خان په ټاکنو کې د درغلیو تورونه ردوي او ټاکنې رڼې او شفافې بولي.

په پاکستان کې د انتخاباتو لپاره د اروپايي ټولنې څارونکي پلاوي ویلي چې په دغه هېواد کې غیر جمهوري قوتونو پر انتخاباتو د اغېز اچولو هڅې کړي دي.

د دې پلاوي مشر مایکل ګالر د جولايي پر ۲۷مه په اسلام اباد کې وویل پر سیاسي غونډو او مشرانو د تشدد پېښو انتخاباتې بهیر ډېر اغېزمن کړ.

د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شيرپاو مشال راډيو ته وويل چې د ېوې منصوبې له مخې په ټاکنو کې د پښتنو مشران هدف کړل شوي دي چې له سياسته بهر وساتل شي.

افتاب شېرپاو وویل ، نور خلک احتجاج کوي او که نه خو د ده په وینا پښتانه مشران به خامخا د شویو درغلیو ضد غږ پورته کوي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان په ترسره شویو عامو انتخاباتو کې د ګوندونو د مشرانو په توګه یوازېاسفندیار ولي خان ، محمود خان اڅکزي ، مولانا فضل الرحمان ، افتاب شېرپاو او ځینو نورو هم ماته خوړلې ده.

XS
SM
MD
LG