د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان "د اوبو سخت کمي سره مخ دی"


د پاکستان تر ټولو لوی ښار، کراچۍ په يوه برخه کې يو کس له نلکې د اوبو ټاپکي ډکوي
د پاکستان تر ټولو لوی ښار، کراچۍ په يوه برخه کې يو کس له نلکې د اوبو ټاپکي ډکوي

د پاکستان نګران حکومت چارواکو ټينګار کړی چې راتلونکی منتخب حکومت دې د اوبو ذخېره کولو او په سمه طريقه لګولو ته ډېر پام وکړي ځکه چې دا هېواد د اوبو د ډېر زيات کمي سره مخ دی.

د اطلاعاتو نګران وفاقي وزير علي ظفر د اګست په شپږمه په اسلام اباد کې وويل چې د اوبو د کمښت مسله د پاکستان له لويو چېلنجونو څخه ده او راتلونکی حکومت یې بايد په بيړنۍ توګه حل راوباسي. په پاکستان کې د جولای په پنځه ويشتمې ټاکنې وشوې چې تحريک انصاف پکې تر ټولو ډېرې رايې ويوړي. تمه ده چې دوی به د دې مياشتې په نيمايي کې د نوي حکومت پېلولو سوګند پورته کړي.

علي ظفر زیاته کړه چې تېرو حکومتونو بايد ډېمونه يا بندونه جوړ کړی وای.((کومې اوبه چې په زراعت کې کارېږي، هغه خو وکارېږي، له هغې علاوه ډېرې نورې ضايع شي. د اوبو د کموالي يوه بله لويه وجه موسمي بدلون يا کلاېمټ چېنج دی. دا مسله نوره هم پسې زياتېدلی شي او کېدای شي اوبه ورسره نورې کمې شي.))

داسې وخت راځي چې کېدای شي د فصلونو د حاصل موسم هم بدل شي. موږ ډېمونه نه دې جوړ کړي. د ابو ذخېره کولو لپاره د ډېمونو جوړول ډېر ضروري وو.
علي ظفر

د پاکستان اوبو سرچينو په اړه د څېړنو حکومتي مرکز يا Pakistan Council of Research in Water Resourcesد می په مېاشت کې د يو رپورټ په خپرولو سره خبرداری ورکړی وو چې که د اوبو د ضايع کولو اوسنی حالت همداسې روانې پاتې شي، پاکستان به تر ۲۰۲۵ کاله پورې تر خطرناک حده د اوبو کمي سره مخ شي. د پاکستان چېف جسټس میا ثاقب نثار خوا او شا يوه مېاشت مخکې پر حکومت د ډېمونو نه جوړولو تر تنقيد وروسته، د ګلګت بلتستان ديامېر باشا او مومندو ډېمونو جوړولو لپاره د چندې راجمع کولو کمپاين پېل کړی دی.

د اطلاعاتو نګران وزيراعلی علي ظفر د اګست په شپږمه د بندونو په جوړېدو ټينګار وکړ او په راتلونکې حکومت يې سپارښتنه وکړه. ((تاسي بايد د کالاباغ ډېم جوړولو لپاره ټولې صوبې سره سلا او د دې بند جوړول پېل کړئ. دا ډېر ضروري دی. د باشا او مومندو ډېمونه هم ډېر مهم دي. د اوبو ذخېره کولو لپاره یې بايد زر تر زره کار پېل شي. همداسې له څلور سوو څخه تر پنځه سوو پورې د اوبه خور بندونه دي چې ډېر لګښت پرې نه راځي، بايد جوړ شي. د اوبو لپاره بايد په بجټ کې شل فېصده پېسې بېلې شي او د نهرونو جوړولو او رغولو کار هم دومره پېسې نه غواړي، بايد زر تر زره وشي.))

د وړانديزونو تر مخه به کالا باغ ډېم د پنجاب په ميانوالي کې جوړېږي. په خېبر پښتونخوا کې عوامي نېشنل ګوند او په سند کې پيپلز پارټۍ سربېره ځيني سياسي ګوندونه دريځ لري چې د دې بند جوړېدل د وړو صوبه په تاوان دي او ډېره زمکه به تر اوبو لاندې کړي. بلخوا د پنجاب صوبه د دې ډېم جوړېدل په پاکستان کې د بجلۍ ضرورت پوره کولو لپاره مهم بولي.

XS
SM
MD
LG