د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مکې مکرمې امام د افغانستان جګړه فتنه وبلله


سعودي عرب: د افغانستان سولې په باب د علماء نړیوال کنفرانس ته شهزاده خالد الفیصل بن عبدالعزیز وینا کوي. ۱۰ جنوري ۲۰۱۸
سعودي عرب: د افغانستان سولې په باب د علماء نړیوال کنفرانس ته شهزاده خالد الفیصل بن عبدالعزیز وینا کوي. ۱۰ جنوري ۲۰۱۸

د مکې مکرمې امام د افغانستان روانه جګړه فتنه بللې او وايي چې د دغه هېواد وضعيت نور د زغملو نه دی او بايد هلته جګړه ژر تر ژره ودرول شي.

د افغانستان د سولې او امنيت په اړه د علماوو نړيوال کنفرانس د سعودي په جدې ښار کې نن پيل شو او ټاکل شوې چې سبا په مکه مکرمه کې تر سره شي.

په دغه کنفرانس کې چې د اسلامي کنفرانس او سعودي عربستان د حکومت په نوښت جوړ شوى، د ٣٣ اسلامي هېوادونو ١١٠ ديني عالمان برخه لري. له افغانستان څخه هم د ۳۵ ديني عالمانو يو پلاوی په ياد کنفرانس کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته تللی دى.

جده کې د افغانستان سولې په اړه کنفرانس ته استازي ور روان دی
جده کې د افغانستان سولې په اړه کنفرانس ته استازي ور روان دی

پژواک خبري اژانس د راپور له مخې د مکې مکرمې امام صالح بن عبدالله بن حميد نن سېشنبه په دې کنفرانس کې د افغانستان روانه جګړه فتنه وبلله او ويې ويل:"امن او ايمان دوه تړلي ټکي دي چې يو نه وي، بل نه شي راتلی، چېرته چې مومن وي، بايد هلته امن وي. "

د او ای سي، سرمنشي وايي، د اسلام دين رحمت دی، د انسان وژل حرام دي او دى نه پوهېږي هغه په کوم دين دي چې هلته خلک وژني چېرته چې دواړه خواوې د "الله اکبر" او "لااله الا الله" نعرې وهي.

هغه زياته کړه چې د افغانستان شته وضعيت نور د زغملو نه دی او دغه جګړه بايد ژر ودرول شي.

د مکې مکرمې امام وويل:"موږ د سولې په پروسه کې د افغانانو ملاتړ کوو، څوک چې سوله غواړي هغه کامل مسلمان دی او څوک چې سوله نه غواړي هغوی د شيطان لار اخیستې ده. "

د اسلامي همکاريو سازمان (او ای سي،(OIC سرمنشي يوسف القاطميين د ياد کنفرانس په نننۍ ناسته کې وويل چې طالبان دې د افغانستان ولسمشر د سولې وړانديز ومني.

هغه زياته کړه، چې د اسلامي نړۍ علماء دې د افغانستان په قضيه کې فعال رول ادا کړي.

دى وايي چې د افغانستان جګړه د مسلمانانو ترمنځ جګړه ده او دواړو لوريو ته مسلمانان وژل کېږي.

د او ای سي، سرمنشي وايي، د اسلام دين رحمت دی، د انسان وژل حرام دي او دى نه پوهېږي هغه په کوم دين دي چې هلته خلک وژني چېرته چې دواړه خواوې د "الله اکبر" او "لااله الا الله" نعرې وهي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG