دا پرېکړه د اګست د دویمې ڼېټې په ماښام په اسلام اباد کې د مسلم لیګ (ن)، پیپلز ګوند، متحده مجلس عمل، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، قامي وطن پارټۍ او عوامي نیشنل ګوند مشرانو په یو غونډه کې وکړه.
د اپوزیشن ګوندونو کاري کمېټي د اګست پر دریمه د وزیراعظم، د قامي اسمبلۍ سپیکر او مرستیال سپیکر د دندو لپاره د خپلو امېدوارانو ټاکلو په اړه بحث کوي.
د پیپلز ګوند سیاستوالې شیري رحمان د اپوزېشن ګوندونو د مشرانو تر غونډه وروسته خبریالانو ته وویل، د ګوندونو کاري کمېټۍ به د اګست پر دریمه مازیګر مهال نوماندان اعلانوي.
د یادو ګوندونو مشرانو خبریالانو ته وویل چې مسلم لیګ (ن) به د وزیراعظمۍ څوکۍ ته، پیپلز ګوند به د سپیکر او متحده مجلس عمل به د مرستیال سپیکر دندو ته خپل کسان دروي.
د عوامي نیشنل ګوند مرکزي جنرل سیکرټري میا افتخار حسین مشال راډیو ته وویل، اپوزیشن ګوندونه په پارلېمان کې د تحریک انصاف ګوند مقابله کوي.
په پاکستان کې اپوزیشن ګوندونو ویلي دي چې د جولای پر ۲۵مه په ټاکنو کې درغلۍ شوې دي. د انتخاباتي کمېشن له غیر حتمي نتیجو سره سم، تحریک انصاف ګوند په ټاکنو کې د قامي اسمبلۍ ۱۱۶ څوکۍ ګټلې دي.
د دې ګوند مشر عمران خان تر ټاکنو یوه ورځ وروسته وویل، د ټګیو د پلټنو لپاره له ټولو ګوندونو سره همکارۍ ته تیار دی خو د پاکستان الېکشن کمېشن ویلي دي چې ټاکنې رڼې او منصفانه وې.
د پاکستان انتخاباتي کمېشن له غیر حتمي نتیجو سره سم، تحریک انصاف ګوند په قامي اسمبلۍ کې ۱۱۶ څوکۍ ګټلې دي او له خپلواکو نوماندانو او ځېنو نورو ګوندونو سره یې د حکومت جوړولو لپاره هڅې پیل کړې دي.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اګست پر دریمه په انتخاباتو کې د مبینه درغلیو پرضد د احتجاجونو اعلان کړی او په یو شمېر ښارونو کې یې لاریونونه کړي دي.
عوامي نشنل ګوند وار له مخه د اګست پر ۳۰مه د خیبر پښتونخوا په زیاتره لویو ښارونو کې احتجاج وکړ او د جولايي پر ۲۵مه ترسره شوي انتخابات یې رد کړل.
د متحده مجلس عمل ګوند د پېښور څانګې د اګست پر ۶مه په پېښور کې د ټولګوندیزې غونډې اعلان کړی دی.
د متحده مجلس عمل د پېښور څانګې مشر صابر حسین اعوان وویل، ټولو ګوندونو ته یې په غونډه کې ګډون بلنه ورکړې ده.
د دې اېتلاف سیاستوالانو د اګست پر دویمه په پېښور کې د خبري غونډې پر مهال د جولایي پر ۲۵مه په انتخاباتو کې د پراخې درغلۍ تور تکرار کړ او ویې ویل چې د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د نویو غړو د سوګند مراسمو پر مهال به د اسمبلۍ ودانۍ شاوخوا ته احتجاج کوي.
د پاکستان الېکشن کمېشن په انتخاباتو کې د ټګۍ تورونه ردوي او زیاتوي چې که نوماندان یا ګوندونه د نتیجو په اړه شک لري نو د کمېشن عدلي جرګګۍ ته دې د پلټنو غوښتنلیک ورکړي.