د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرغاړې رېشم خان پر وژنې د هغې خاوند تورن شوی


رېشم خان
رېشم خان

پوليس د فايده خان او د هغه د هغو ملګرو د نيولو هڅې کوي چې د رېشم خان کورنۍ د هغې په وژنه تورن کړې دي. رېشم خان د کورني تاو تريخوالي ښکار شوې او په ډزو وژل شوې وه.

د پښتو ژبې هنرمنده ریشم خان د جولای په يودېرشمه په چارسده کې خاورو ته وسپارل شوه. کورنۍ يې وايي چې هغه هغه د تېرې دوشنبې يا ګل په ورځ خپل خاوند فایده خان وژلې ده.

يوويشت کلنه، رېشم خان د چارسدې اوسېدونکې وه. هغې اوه مېاشتې مخکې د نوښار فايده خان سره واده کړی وو. د رېشم خان خور امنه خان د اګست په دوهمه مشال راډيو ته وویل چې تر واده لږې ورځې وروسته د رېشم ژوند تنګ شو. د هغې په وېنا خاوند يې نه غوښتل چې هغه سندرې ووايي نو ځکه دې له موسيقۍ لاس واخيست.

آمنه خان زياته کړه: ((بيا هم جګړې ونه درېدې. فايده خان زما خور کور ته د بيولو په بهانه له چارسدې بوتله او په نوښار کې يې په ډزو ووژله.))

رېشم خان په دې وروستيوو کې د سندرو، سټېج او ټيليويژن ډرامو لپاره نوم پېدا کړی وو. هغې به په بېلابېلو مجلسونو او ناستو کې هم سندرې ويلي.

پوليس وايي چې د رېشم خان کورنۍ د ايف، آيي، آر ترمخه يې د فايد خان د نيولو لپاره کوښښ پېل کړی دی.د نوښار رحيم اباد تاڼې انسپکټر، اجمل خان زياته کړه: ((د رېشم خان کورنۍ په فايده خان او د هغه په دوو ملګرو د دې د قتل دعوه کړې ده. اوس کوښښ کوو چې هغه ونيسو.))

د اجمل خان په وېنا فايده خان په بهر کې مزدوري کوله او څو ورځې مخکې پاکستان ته تللی وو. رېشم خان د ځينو نورو پښتنو هنرمندانو لکه اېمن اداس، ياسمين خان او غزاله جاويد په شان د خپلې کورنۍ غړو وژلې ده. پوهان پر پښتنو ښځينه هنرمندانو د دې تشدد وجه په ټولنه کې سختدريځي ښيي.

په دې اړه د پښتو ژبې شاعر ، موسیقار او هنر مند امجد شهزاد مشال راډیو ته وویل: ((پښتانه سندرې اوري. هنر خوښوي خو فنکار يې نه دی خوښ. ښځينه هنرمندانو ته خو بيا لا نور ډېر مشکلات وي. پکار ده چې موږ ټول د دې زور زياتي ودرولو لپاره اواز پورته کړو.))

XS
SM
MD
LG