د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا کې پر خوراکي شیانو لایسنس لازمي ګرځول شوی


په خېبر پښتونخوا کې د خوراک په شیانو نظر ساتونکې اداره د خوراک څښاک شیانو لپاره لایسنس لازمي ګرځولی او ویلي یې دي چې د خلکو صحت خوندي ساتلو لپاره به په صوبه کې د خوراک نړویوال معیار جوړوي.

د خوراک څښاک کاروبار کوونکي به اوس لایسنسې د خېبر پښتونخوا له (فوډ سېفټي اېنډ حلال فوډ) ادارې حاصلوي.

مشال راډیو ته د یاد ادارې ویاند عطا الله وویل،که د خوراک څښاک کاروبار کوونکي دا لایسنس ترلاسه نه کړي نو شپږ میاشتې وروسته به د دوی پرضد کاروایي کېږي.

ده وویل چې د خوراک څښاک معیار لپاره یې ادارې دا ګام پورته کړی دی.

نوموړی وايي، څومره چې د خوراک څښاک کاروبارونه دي نو هغه به زموږ د ادارې لاندې راشي.

د نوموړي په وینا له دې سره به موږ ته د خوراک څښاک د لګښت او اقتصاد اندازه مالوم شي، د دې لپاره به موږ بیا مختلف قسمه ګامونه اوچتوو. دې مقصد هم دا دې چې موږ روزګارونه نور هم ښه کوو او خلک معیار خپل کړي کوم چې د صحت لپاره ښه وي.

د لایسنسو ورکولو په اړه د خوراک څښاک د معیار او کتنې ماهر فلک ناز وایي چې د خېبر پښتونخوا فوډ سېفټي اېنډ حلال فوډ ادارې له دې اقدام سره به نه یوازې په سړکونو پلورونکي شیانو بلکې په هر ځای کې د خوراک څښاک شیانو معیار ښه شي.

نوموړې وايي،د خوراک څښاک له کاروبار کوونکو سره د صفایې ډېره غټه مسله ده، دوی خوراک د جوړولو معیاري طریقه هم نه لري، بل دا چې دوی معیاري خوراک سامان هم نه استعمالوي، دا کاروباریان ارزان شیان پسې ځي او ښه شیان نه استعمالوي نو د حکومت لخوا دا یو ډېر ښه قدم دی.

د خوراک څښاک د معیار او کتنې ماهر فلک ناز وویل چې د لایسنس له ویرې به خلک معیاري شیان پلوري او ناورغي خپریدل به هم کم شي.

XS
SM
MD
LG