د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې قامي اسبملۍ څوکۍ منیر خان اورکزي وګټله


د کورمې نقشه.
د کورمې نقشه.

د کورمې الیکشن کمېشنر نصرالله خان د نهې په ورځ ویلي دي چې په سیمه کې د ټاکنو د بیا شمېرلو بهیر سرته تر رسېدلو وروسته د قامي اسبملۍ د ۴۵مې حلقې څوکۍ د متحده مجلس عمل حاجي منیر خان اورکزي ګټلې ده.

نصرالله خان وايي زياتوي تر حاجي منیر خان اورکزي وروسته زیات ووټونه د تحریک انصاف ګوند حاجي سعید جمال اخستي دي او ازاد اميدوار ملک فخر زمان دریم مقام ترلاسه کړی دی.

چارواکي زیاتوي چې د ټاکنو بیا شمېرنه یې ځکه وکړه چې له انتخابي کمیشنه غوښتنه شوې وه چې د یادې حلقې د رایو بیا شمېرنه وکړي.

د ۴۵ حلقې د ۱۳۱ پولینګ سټیشنو د ووټونو شمېرنه ددوشنبې پر ورځ وشوه.

د بیا شمېرلو بهیر له هغه وروسته وشو چې د تحریک انصاف ګوندکانديد حاجي سعید جمال د ټاکنو لومړۍ نتیجه رد کړه او په ټاکنو کې یې د ټکيو ادعا وکړه.

که څه هم په اوله نتیجه کې حاجي منیر خان اورکزي ۱۶۳۹۳ او حاجي سعید جمال ۱۳۶۰۱ ووټونه ول خو رايو تر بیا شمېرنې وروسته د دواړو امیدوارانو د ووټونو په شمېره کې کمی راغلی دی.

د نویو نتیجې ترمخه، په انتخاباتو کې حاجي منیر اورکزي ۱۶۲۶۰ او حاجي سعید جمال۱۳۵۰۰ رایې ترلاسه کړې دي.

د تحریک انصاف ګوندکانديد حاجي سعید جمال مشال راډیو ته په خبرو کې تور پورې کړ چې په ټاکنو کې درغلي شوې ده چې پکې دده په وينا انتخاباتي کمېشن، حکومتي چارواکي، د کانديدانو اېجنټان او پلویان لاس لري.

حاجي سعید جمال زیاتوي چې اوس به له خپلو ټولو ثبوتونه سره عدالت ته ځي او هلته په ټاکنو کې د درغلیو پرضد مقدمه کوي.

ځايي الیکشن کمېشنر نصرالله خان په انتخاباتو کې د درغلیو ټول تورونه ردوي او وايي چې هلته ټاکې شفافي او منصفانه شوې دي.

XS
SM
MD
LG