د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: پر انتخاباتي مرکز ځانمرګي برید ۳۱ تنه ووژل ۳۵ ژوبل


د کوټې په مشرقي بای – پاس سیمه چې ځانمرګی برید پکې وشو. ۲۵م جولای ۲۰۱۸
د کوټې په مشرقي بای – پاس سیمه چې ځانمرګی برید پکې وشو. ۲۵م جولای ۲۰۱۸

د کوټې په مشرقي بای – پاس کې له پولینګ سره جوخت په یوه ځانمرګي برید کې ۳۱ تنه وژل شوي او ۳۵ تنه ژوبل دي.

د پولیسو یوه مشر اعتزاز ګورایا خبريالانو ته ویلي چې د دغه برید هدف د ډي ای جي عبدالرزاق چیمه ګاډي وو چې پر مشرقي بای پاس په تعمیر نو سکول کې د رایو یوه مرکز (پولینګ سټېشن) ته ورغلی وو.

په دغه ځانمرګي برید کې د ګڼو ولسي وګړیو په ګډون د سیمې یو اېس اېچ او عبدالحمید او یوشمېر نور پولیس سرتېري مړه او ژوبل دي.

د برید ذمه واري داعش وسله والې ډلې منلې ده.

کوټه: پر انتخاباتي مرکز ځانمرګي برید ۳۱ تنه ووژل ۳۵ ژوبل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:29 0:00

د کوټې په لوی روغتون (سنډېمن هسپتال) کې بېړنۍ حالت دی، ډاکټرانو پر ولس ږغ کړی چې ژوبلو کسانو ته دې د وینې بسپنه کولو لپاره ورشي. د مشال راډيو خبریال ایوب ترین وايي چې له لوی هسپتال سره نېږدې د وینو زېرمتونونه د انتخاباتو له کبله ټول تړل شوي دي او ګڼو ټپیانو ته د وینې زښته ډېره اړتیا ده.

اړوند راپورونه

په پاکستان کې انتخابات، په کوټه کې ځانمرګی برید

له کوټې ښاره ۱۵ کلومیټره ختیځ پلو د مشرقي بای پاس بوسه منډۍ سیمه د پاکستان قامي اسمبلۍ اېن اې ۲۶۶ یوه انتخاباتي حلقه ده چې پکې د جمعیت علمای اسلام ف حافظ حسین احمد د پښتونخوا ملي عوامي ګوند جمال تره کي او د بلوچستان نېشنل پارټۍ اغا حسن او د ځینو نورو ګوندونو د نوماندانو لپاره رایې اچول کېدلې.

د ځانمرګي برید له کبله دغه پولینګ سټېشن تړل شوی وو چې دوه ساعته پس بیرته پرانستل شو.

د مشال راډيو خبریال وايي، د ځانمرګي برید له کبله د کوټې ښار پر نورو پولینګ سټېشنونو د ووټرانو ورتګ ورو شوی دی.

تر اوسه هېڅ یوې ډلې د دغه ځانمرګي برید پړه پرغاړه نه ده اخیستې.

د یاودلو ده چې روانې میاشتې جولای پر ۱۳مه نېټه د بلوچستان د مستونګ سیمې په درېنګړ سیمه کې هم د بلوچستان عوامي پارټۍ پر یوه انتخاباتي غونډه له یوه مشکوکه ځانمرګي بریده تر ۱۳۱ ډېر کسان وژل شوي ول او نېږدې ۲۰۰ کسان یې ژوبل کړي ول.

د بلوچستان حکومت په انتخاباتو کې د امنیت ساتنې لپاره د کوټې پر ۶۵۰ پولینګ سټېشنونو د ۶ زره پولیسو او درېنیم زره سرحدي عسکرو ګمارل دي.

XS
SM
MD
LG