د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټولټاکنو امنیت لپاره درې لاکه اویا زره سرتېري ګمارل شوي


یو پاکستانی عسکر د انتخاباتو پاڼو وېشلو پر مهال د ټاکنو چارواکيو امنیت ساتي
یو پاکستانی عسکر د انتخاباتو پاڼو وېشلو پر مهال د ټاکنو چارواکيو امنیت ساتي

په پاکستان کې په چارشنبه د قامي او څلورو صوبايي اسمبليو د ۸۴۹ څوکيو لپاره رايې اچول کېږي.

په دې انتخاباتو کې د شا و خوا۱۰۰ سياسي ګوندونو اميدوارانبرخه اخلي. همداراز په انتخاباتو کې د برخې اخیستونکیو سياسي ګوندونو او ازادو کانديدانو شمېره شا و خوا ۱۲۰۰۰ ده چې پکې ۳،۴۵۹ کانديدان د قامي اسمبلۍ د ۲۷۲ عمومي څوکيو ته ولاړ دي.

په دې کانديدانو کې د پنجاب ۱،۶۲۳ ، سیند ۸۲۴ ، خېبر پښتونخوا ۷۲۵ او بلوچستان ۲۸۷ دي.

همداراز د پنجاب د صوبايي اسمبلۍ د ۲۹۷ څوکيو لپاره ۴،۰۳۶ کانديدان ولاړ دي.

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د ۹۹ عمومي څوکيو لپاره د ۱،۱۶۵ کانديدانو ترمنځ سيالي ده.

د سيند صوبايې اسمبلۍ ۱۳۰ جنرل سيټونو ته ۲،۲۵۲ اميدوران ولاړ دي.

او د بلوچستان اسمبلۍ ۵۱ څوکيو ته د ولاړو کانديدانو شميره ۹۴۳ ده.

د پاکستان ټوله ابادي شا و خوا ۲۰۰ ميلينه ده چې پکې د رايې اچونکو يا ووټرانو شميره ۱۰۵.۹۶ ملیونهده. په دې کې د نارينه ووټرانو شمير ۵۹.۲۲ ملیونهاو ښځينه هغو شميره ۴۶.۷۳ ملیونهده.

په پنجاب کې د رايې اچونکو شمير ۶۰.۶۷ ملیونه،سيند هغې ۲۲.۳۹ ملیونه، خېبرپښتونخوا هغې ۱۵.۳۲ ملیونه،بلوچستان هغې ۴.۳ ملیونهاو پخوانۍ فاټا هغې ۲.۵۱ ملیونهدی.

د انتخاباتو لپاره ټولې ۸۵،۳۰۷ پولېنګ سټيشنې يا ووټ اچونې مرکزونه جوړ کړل شوي چې پکې ۱۷۰۰۰ حساسه ګرځول شوي او په دې مرکزونو کې ۸۰،۰۰۰ سي سي ټي وي کېمرې لګول شوي.

همداراز يوازې په پنجاب کې ۴۷،۸۱۳ د ووټونو اچولو مرکزونه دي. د الېکشن کميشن د چارواکو له مخې د انتخاباتو پر ورځ څه باندې ۳۷۰،۰۰۰ امنيتي سرتېريځای پرځای کړل شوي.

اړوند مطالب

ولې پاکستان ګیرو ګوندونو له بلوچستانه مخ اړولی؟

ټاکنیز کېمپېن ختم، پر ۲۵ جولای به ولس خپل استازي ټاکي

همداراز د انتخاباتي عمل د څارنې لپاره ۱۲۵ نرښځيان هم ګمارل شوي. د پوهانو په اند په پاکستان کې روان بارانونه هم انتخابات اغېزمنولی شي.

د پاکستان الېکشن کميشن يو وياند سهيل احمد وايي چې کله رایه کارونه ختمه شي نو سمدستي به د ووټونو شمېرل پیلېږي او کېدای شي چې په هغه ورځ د شپې تر يوې بجې پورې رسمي نتيجې هم مخې ته راشي.

د پاکستان الېکشن کميشن وياند وايي چې رايې اچونکي يا ووټران د الېکشن کميشن په يو خاص موبايل نمبر د خپل شناختي کارډ نمبر په لېږلو يا مېسج کولو سره هم د خپل ووټ نمبر او اچولو ځای يا پولنګ سټېشن مالومولی شي. دغه موبايل نمبر ۸۳۰۰ دی . دا چې کله يو تن خپل د ووټ اچولو پولنګ سټېشن مالوم کړي او بيا چې کله پولېنګ سټېشن ته لاړ شي نو بيا به دوه ووټونه اچوي يعنې يو به د صوبايې اسمبلۍ کانديد ته او بل به د قامي اسمبلۍ کانديد ته او په دې دواړو ک فرق دا دی چې د صوبايې اسمبلۍ بېلټ پېپر (رايې اچونې پاڼه)) به سپينه او د قامي اسمبلۍ هغه به شنه وي.

رای به څنګه ورکوئ؟
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:55 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

که يو کس د نښې لپاسه ګوته ونه لګوي يا په رايې اچونې کاغز څه توي کړي يا نښه جوړه کړي نو د هغه ووټ ضايع کېدای شي. همداراز چې کله د يو کس ووټ ضايع شي نو هغه هلته کې موجود د انتخاباتو چارواکو ته ورتلی شي. ده ته به بل بېلټ پېپر ورکړل کيږي او بيا به دده هغه ووټ په ځانګړې تېلۍ کې اچول کيږي . پر دغه ورځ به د انتخاباتو له چارواکو سره ځانګړي اختيارات وي او دوی يو تن ته سزا هم اورولې شي. همداراز که چاته څه قسمه شکايت وي نو کولی شي چې په پولنګ سټېشن کې دننه موجود يا د ضلعي انتظامې يا د الېکشن کمېشن نورو چارواکو ته رپوټ کولی شي.

XS
SM
MD
LG