د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې په ځانمرګي برید کې یو شمېر کسان وژل شوي


کابل - د جولای پر ۲۲مه د کابل په ښار کې ځانمرګی برید شوی چې پکې له ۱۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي مشال راډيو ته وویل، د هوایي ډګر په څلورلاره کې دغه چاودنه په داسې حال کې وشوه چې له دغه ځایه د جنرال دوستم د موټرو کاروان تېر شو.

هلته د ښار امنیه قومندان داود امین طلوع ټېلېوېژن ته وویل چې په پېښه کې ۱۴ کسان وژل شوي او یو شمېر ژوبل دي.

امنیتي چارواکي وايي، ځانوژونکی برید ګر پلی روان وو چې پولیسو وپېژاند نو برید یې وکړ.

د امنیه قومندانۍ ویاند ستانکزی وایي چې دغه حمله مازیګر شاوخوا پینځه بجې شوې.

XS
SM
MD
LG