د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم کابل ته رسېدلی


دوستم څه د پاسه یو کال له هېواده بهر وو او پکې ترکیې کې اوسېده
دوستم څه د پاسه یو کال له هېواده بهر وو او پکې ترکیې کې اوسېده

کابل - د افغانستان د جمهوري رياست اول مرستيال عبدالرشيد دوستم له ١٤ مياشتنۍ جلاوطنۍ وروسته هېواد ته ستون شو.

د جولای پر ۲۲مه، په کابل کې ګڼ کسان چې په هغوى کې ځېني لوړپوړي حکومتي چارواکي هم شامل ول، د دوستم هرکلي ته ورغلي ول.

دوستم په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته په وينا کې وويل:

"صحي ستونزې مې درلودې چې ترکيې ته مې سفر وکړ، هلته مې د ترکي ډاکټرانو له خوا لس پنځلس ورځې تداوي روانه وه، له روغتونه رخصت شوم، خو راته وويل شول چې بيا بيا بايد د صحي معاينې لپاره ورشم، ځکه هلته د څه مودې لپاره پاتې شوم."

عبدالرشيد دوستم وروسته له هغې چې د جوزجان له پخواني والي احمد ايشچي سره په ناوړه چلند تورن شو، ترکيې ته لاړ.

دوستم د احمد ايشچي تورونه رد کړي او ويلي يې وو، د کورنيو دلايلو او خپلې درملنې لپاره ترکيې ته تللى دى.

XS
SM
MD
LG