د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان او پاکستان د باور جوړونې نوي پړاو ته رسېدلي


د همغږۍ او سولې لپاره د پاکستان او افغانستان تر منځ د کاري ګروپونو لومړنۍ غونډې د جولای پر ۲۲مه په کابل کې په کار پیل وکړ.

افغانستان او پاکستان له ترینګلو اړیکو وروسته، اوس د باور جوړونې نوي پړاو ته رسېدلي دي.

د دواړو هېوادونو کاري ډلو د یکشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارتونو د لوړ پوړو پلاوو په کچه په کابل کې په کار پیل وکړ.

ټاکل شوې چې دا کاري ډلې د کابل او اسلام اباد د عمل پلان په چوکاټ کې د همغږۍ او سولې پر ټينګښت کار وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي د دغې ناستې په پیل کې چې د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې جوړه شوې وه، خبریالانو ته وویل چې په دې ناسته کې د عمل د ګډ پلان د تطبیق په ميکانېزم خبرې کېږي.

د ده په وینا، دوی به په پنځو کمېټو کې، سیاسي اړیکې، کډوالي او دغه شان پوځي، امنیتي او اقتصادي برخو کې کار کوي.

حکمت خلیل کرزي
حکمت خلیل کرزي

دی وایي:

"د دغې ناستې هدف دا دی چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د باور جوړونې او اړیکو په برخه کې پرمختګ رامنځته شي او په افغانستان کې د روانې جګړې د بندولو په دې برخه کې له پاکستانه په بېلابېلو برخو کې همکاري وغوښتل شي."

د یادونې ده چې د افغانستان او پاکستان تر منځ له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د عمل ګډ پلان تازه وروستی شوی دی .

د دواړو هېوادونو تر منځ د عمل ګډ پلان کابل ته د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسی د سفر پر مهال چې د روان کال د حمل په میاشت تر سره شو، ډېر د پام وړ وګرځېد.

د پاکستان صدراعظم هغه وخت له ولسمشر غني سره په کتنه کې هوکړه وکړه چې د دواړو هېوادونو د ملي امنیت سالاکارن او د بهرنیو چارو وزیران دې د دواړو هېوادونو د عمل د ګډ پلان په جوړولو کار پیل کړي.

پاکستان هغه هېواد دی چې افغان حکومت پرې له ترورېستانوو د ملاتړ په خاطر، تل انتقاد کړی دی.

کابل له دې وړاندې حتی هغه هېواد ته په پاکستان کې د ترورېستانو د مرکزونو لېست سپارلی و، تر څو پر وړاندې يې اقدامات تر سره کړي.

خو پاکستان تل دا ټېنګار کړی چې له ترورېستي ډلو سره مبارزه کوي.

له دې سره د پاکستان د بهرنیو چارو سېکرټره تهمینې جنجوعه جوړې شوې غونډې ته وویل، ډاډه ده چې د دغو کاري ګروپونو په کار سره به د دواړو هېوادونو تر منځ ډېرې ستونزې هوارې شي.

تهمینه جنجوعه
تهمینه جنجوعه

نوموړې زیاته کړه:

"موږ له دې لارې دا تمه لرو چې پاکستان او افغانستان به ان شاالله په سیمه کې د اقتصاد، ثبات او د سولې د ټینګښت په برخه کې په ګډه پرمختګ کوي، مونږ د خپل پلاوي له اړخه دا ډاډ څرګندوو چې د دغه بهیر د پرمختګ لپاره به په ژمنتیا سره اقدام کوو."

نوموړې وویل، په داسې حال کې چې په پاکستان کې انتخابات تر سره کېږي، کابل ته د پاکستاني پلاوي دا سفر د اړیکو د ښه کېدو په برخه کې د هغه هېواد ژمنتیا ښيي.

خو د سیاسي چارو کارپوه بشیر هاتف له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، پاکستان په داشان خبرو سره غواړي چې افغان دولت او نړیواله ټولنه بوخته کړي.

د ده په وینا، د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د له دښمنۍ ډک سیاست اوس هم دوام لري او تر کومه چې پر دغه هېواد نړیوال فشارونه زیات نشي، د کابل پر وړاندې به د اسلام اباد سیاست هم بدل نه شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ، ازادي راډیو

XS
SM
MD
LG