د لاسرسي ځای

تازه خبر

جمرود: د خاصه دارو او پولیسو تر منځ نښته شوې


خاصه دار وایي د پېښور پولیسو دا ګام غېرقانوني وو ځکه چې په خېبر کې اوس هم پخوانۍ انتظامیه کار کوي او پولیس د مداخلت حق نه لري.

نن (جمعه) په کارخانو پاټک کې د خېبر د خاصه دار ځواک او د پېښور پولیسو ترمنځ نښته شوې ده. دوی یو بل په سوکانو وواهه او هوايي ډزې يي وکړې.

په نښته کې څه ډول مرګ ژوبله نه ده اوښتې. دوی وروسته د بل کسان هم ونیول.

د خاصه دار ځواک یو چارواکي مشال راډیو ته وویل چې پولیس د خېبر په کارخانو پاټک کې د یو تن پرضد د کاروایی په نیت رادننه شول چې خاصه دارو ایسار کړل. پولیسو له مزاحمت وروسته ځينې خاصه دار ونیول. د دې اقدام په بدل کې بيا خاصه دارو پوليس ونیول چې په نتیجه کې د دواړو تر منځ نښته وشوه.

خاصه دار ځواک وایي د پېښور پولیسو دا ګام غېرقانوني وو ځکه چې په خېبر کې اوس هم پخوانۍ انتظامیه کار کوي او پولیس د مداخلت حق نه لري.

پر دې مهال ګڼ شمېر ځایی خلک راجمع شول او د پېښور پولیسو پرضد یې نعرې ووهلې.

د دغې نښتې له امله د پېښور او تورخم لار تر دوو ساعتونو وتړل شوه. وروسته د جمرود مرستیال کمشنر زاهد عثمان او د پېښور پولیس چارواکیو ترمنځ مذاکرات وشوه، چې وروسته نیول شوي کسان خوشي کړل شول او لاره بیا پرانستل شوه.

XS
SM
MD
LG