د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لاهور کې مدني فعال رضا خان خوشي شو


د پاکستان د لاهور ښار نقشه
د پاکستان د لاهور ښار نقشه

د پاکستان له لاهور ښار څخه لادرکه کړل شوی مدني فعال رضا محمد خان خوشې کړل شوی دی.

د جمعې پر ورځ د پاکستان ځايي او نړيوالو رسنيو د رضا خان د يو ملګري او پوليس چارواکو له خلې خبر ورکړ چې رضا خان څو ورځې مخکې خپل کور ته رسېدلی دی.

له دې مخکې په پاکستان کې په زوره د لادرکه کړل شوو کسانو په اړه د تحقيقاتي کمېش وياند نړيوالو رسنيو ته ويلي وو چې د رضا خان کورنۍ هم د ياد خبر پخلی کړی دی.

رضا خان د تېر کال [۲۰۱۷] په ډيسمبر مياشت کې د تحريک لبيک يا رسول الله د متنازع احتجاجي ناستې پر موضوع تر بحث کولو وروسته لادرکه کړل شوی وو.

د بشري حقونو يو شمېر تنظيمونو او د بښنې نړيوال سازمان هم د رضا محمد خان پر لادرکه کېدو انديښنه ښودلې وه او د هغه د راخوشي کولو غوښتنه يې کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG