د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د افغان ولس په مرسته به خپلې تعلیمي ادارې ژغورو'


د ننګرهار والي حیات الله حیات.
د ننګرهار والي حیات الله حیات.

د ننګرهار والي د ښوونځیو، پوهنتونونو او په ټوله کې د ښوونیزو او تحصیلي ادارو د امنیت په برخه کې د خلکو رول ډېر مهم ګڼي وايي چې دوی په‎ دې برخه کې له سپینږیرو او قومي مشرانو سره خبرې پیل کړي دي.

د ننګرهار والي وايي، نه غواړو خپل ښوونځي او ښوونیز مرکزونه په پوځي هډو بدل کړو، بلکې په ولسي ملاتړ سره د دې ستونزې هواري ته هیله‎مند یو.

د حیات‎الله حیات په خبره د دغه ولایت اړوند د ښوونځیو ،پوهنتونونو او په ټوله کې د ښوونیزو او تحصیلي ادارو د ښه امنیت په هدف د مرکز جلال‎اباد او بېلابېلو ولسوالیو له سپینږیرو، مشرانو او علماوو سره خبرې پیل شوي دي.

حیات دغه څرګندونې د مشال راډیو څانګې ازادي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې وکړې ویې ویل چې په ‎دې برخه کې د خلکو رول ډېر مهم دی.

نوموړي وايي:"موږ په‎دې اړه له ولسونو سره په تماس کې یو، ولس د ښوونځیو په خوندیتوب کې مهم رول لوبولی شي، ځکه موږ نه غواړو چې خپل ښوونځي او ښوونیز مرکزونه په پوځي هډو بدل کړو، حتی د علماوو او مشرانو په واسطه هغه ښوونځي چې د طالبانو په سیمه کې دي،په هغې اړه هم په خبرو بوخت یو چې د امنیت په برخه کې یې دوی راسره مرسته وکړي."

ننګرهار والي دغه څرګندونې په ‎داسې حال کې کوي چې په ننګرهار کې په ‎دې وروستیو کې د وسله‎والو مخالفینو په ځانګړي ډول د داعش یا اسلامي دولت ‌ډلې لخوا ښوونیزو ادارو او ښوونځیو ته ګواښونه ډېر شوي دي.

د راپورونو له مخې یوازې د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې په ‎دې وروستیو کې تر لسو ښوونځي تړل شوي او د نوموړي ولسوالۍ دې تر ټولو لویې او پخوانۍ لېسې ملکیار هوتک د تړل کېدو تر څنګ د نوموړي ښوونځي درې خدماتي کار کوونکو هم د داعش ډلې لخوا وژل شوي دي.

بلخوا د ننګرهار ولایت د مرکز جلال‎اباد د پوهنې په ښاري مدیریت د یادې ډلې تر برید وروسته چې مرګ ژوبله یې هم درلودله ویل کېږي چې د چاودنو او حملو له وېرې یو شمېر تحصیلي خصوصي ادارې هم تړل شوي دي.

خو دا یوازې ننګرهار نه ‎دی چې ښوونیز او تحصیلي نظام ته یې ګواښ کېږي، بلکې تر دې مخکې د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې له هغې ډلې په ‎دې را وروسته کې په لوګر ولایت کې هم وسله‎والو مخالفینو د یو شمېر ښوونځیو د دروازو د تړل کېدلو او د پوهنې د بهیر په وړاندې د خنډ جوړولو هڅه کړې ده.

په ورته وخت کې د ښوونیزو چارو یو شمېر افغان کارپوهان دا حالت په پوهنیز نطام یو سخت ګذار او د اندېښنې وړ ګڼي.

د ننګرهار ولایت د ښوونیز چارو کارپوه او مدني فعال اسدالله ښالېز هم په‎ دې برخه کې د ولس پر رول ټینګار کوي.

مدني فعال اسدالله ښالېز
مدني فعال اسدالله ښالېز

نوموړي وايي:"په مجموع کې دا په معارف یو سخت ګذار دی، همدغه ولس دی چې باید یو صالح منځګړیتوب وکړي او د خپل مسوولیت له مخې دې وکړي، دا ووايي چې که ته مخالف یې که موافق یې دا زما حق دی، ته که له دغه نظام سره خپل هر څه لرې پاللی یي شې، خوښه دې چې تربګني کوئ که سوله کوئ، خو زما د بچي پر مخ د ښوونځي دروازې مه تړه."

د چارو پوهان وايي، په بېلابېلو ولایتونو کې پوهنیز بهیر ته د دولت د وسله‎والو مخالفینو لخوا ګواښونه ښايي یادې برخې ته په‎ دې وروستیو کې د افغان حکومت د جدي پام اړونې په غبرګون وي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني سږکال د پوهنې کال اعلان کړی او ویلي یې دي چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې به په افغانستان کې شپږ زره ښوونځي جوړ شي.

راپور: اجمل تورمان.

XS
SM
MD
LG